د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۴

طالبانو له چینايي شرکت سره د آمو دریا د حوزې د تېلو د استخراج لوی تړون لغوه کړ


طالبانو او چین د تړون مراسم - تړون له دوو کلونو وروسته لغوه شو
طالبانو او چین د تړون مراسم - تړون له دوو کلونو وروسته لغوه شو

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د افچین له شرکت سره د تیلو د استخراج لوی تړون یې لغوه کړ.

د طالبانو حکومت د دې کار لامل "د تکراري سرغړونو او د قراردادي مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راتلل" په ګوته کړل.

عکس نمایشي بڼه لري
عکس نمایشي بڼه لري

په دې سره د آمو دریا د نفتي حوزې د تیلو د استخراج تړون چې تمه وه ۲۵ کاله دوام وکړي لغوه شو.


طالبانو د ۲۰۲۳ کال د جنوري په لومړیو کې دا تړون لاسلیک کړی وو او لا یې یواځې دوه کاله وتلي وو.
له چینايي شرکت سره د طالبانو د تړون په اساس باید دا اومه تېل په افغانستان کې چاڼ او تولید شي.

د تړون له مخې تمه وه افغانستان د استخراج شویو تېلو فیصده ګټه واخلي دې ته په پام چې د پروژې ۲۰ فیصده لومړنی مالکیت لري. وروسته د مالکیت ونډه ۷۵ فیصدو ته لوړېده.

د تړون په اساس چینايي شرکت اړ وو چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او په دریو کلونو کې دا پانګونه ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته ورسیږي.


د طالبانو حکومت ویلي چې چینايي شرکت د پروژې د عملي چارو او عملیاتي مهال ویش پورې اړوند ډیری ژمنو کې پاتې راغی.

د سینکیانګ مرکزي اسیا د تیلو او ګازو شرکت چې له افغانستان سره دا ګډه پروژه یې افچین یادیږي لا تر دې دمه د طالبانو د یاد اقدام په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

د دغه شرکت په پاڼه کې هم د آمو دریا د نفتي حوزې اړوند ډېر څه معلومات نه دي خپاره شوي او یواځې د دوی د پروژو په لویه نقشه کې د نورو پروژو تر څنګ د افغانستان نوم له ډېرو معلوماتو پرته راغلی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نړیوالو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې له افچین شرکت د تړون د لغوه کولو اړوند ټولې مالي او قانوني پروسې و ارزوي او خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

د وزارت د ویاند همایون افغان په حواله راغلي چې: "اسلامي امارت د افغانستان د طبیعي شتمنیو د ساتنې او د افغانانو د ګټې ډاډمنولو ته ژمن دی."

د آمو دریا نفتي حوزه د افغانستان د شمال په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پرته ده چې لږ تر لږه ۴۵۰۰ کیلومتره ساحه رانغاړي.

په نښه شوې سیمې د آمو دریا نفتي حوزې اړوندې دي
په نښه شوې سیمې د آمو دریا نفتي حوزې اړوندې دي

د راپورونو په اساس د دې حوزې ساحې د تیلو اندازه شاوخوا ۸۷ میلیونه بېرله تخمین شوې.

د طالبانو حکومت لا نه دي ویلي چې چینايي شرکت په تېرو دوو کلونو کې په یاده حوزه کې څومره پانګونه کړې خو سږ کال یې د یاد تړون د عملي کېدو پر سر د نظارت لپاره یوه داوطلبي وړاندې کړې وه.

په افغانستان کې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼې بهرنۍ پانګونې ودرېدې او لسګونه زره کسان بېکاره شول د چین له خوا د داسې پروژې پیل یو لوی اقتصادي پرمختګ یادېده.

تمه وه چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ افغانانو ته د آمو دریا په نفتي حوزه کې د کار زمینه برابره شي.

که څه هم طالبان د داعش په شمول د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په اړه په وار وار ډاډ ورکړی خو لا هم د افغانستان له شماله منځنۍ اسیا او ورهاخوا سیمو ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د خطر په اړه اندېښنې موجودې دي.
دا امنیتي اندېښنه او تر څنګ یې د آمو دریا د لویې نفتي حوزې د تړون په برخه کې د چینايي شرکت پڅ عمل د تړون د لغوه کېدو له لویو عواملو یادیږي.

طالبان چې لا هم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي له لومړي سره له چین سره کلکې اړیکې پالي خو لا معلومه نه ده چې له چین سره د یاد تړون لغوه کول یې اړیکې څومره اغېزمنوي.

د دې وروستي تحول سره هممهاله د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی.

تمه ده چې حنفي له مهمو چینايي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG