خبرونه
د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه.
د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز وايي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې سوریې ۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې د جنوب د نښتو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي له راپور سره هممهاله، د دې هېواد ولسمشر احمد شرع د شنبې په سهار په سویدا ولایت کې د اوربند د اعلان خبر ورکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د شپږیزې لیګ وروستی حال؛ د بست ساتوکو له سپین غر او بندامیر له مس عینک څخه لوبې وګټلې

د شپږیزې د لیګ د لسم پړاو د دوهمې ورځې په دوهمه لوبه کې د بست ساتونکو له سپین غر پړانګانو لوبډلې څخه لوبه وګټله.
په دې لوبه کې لومړی د بست ساتونکو توپوهنه وکړه او په شلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د سپین غر پړانګانو په شلم اوور کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه. لوبه مس عینک پیل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
بندامیر لوبډلې په شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.
د ۴۰۴ کال د لوړو زده کړو د موسسو د کانکور آزموینې لومړی مقام سیدموسی وګاټه

د پلازمېنې کابل د پامیر نوین د خصوصي ښوونځي د دولسم ټولګي فارغ سید موسی د سږني کانکو لومړی مقام وګاټه.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سږني کانکور نتایج نن اعلان کړل. د نتایجو د اعلان له مخې موسی ۳۵۶،۵۷۴۱۴ نمرې ګټلې دي.
همداراز د سږني کانکور دوهم مقام هم د پامیر نوین د خصوصي ښوونځي د دولسم تولګي یوه بل فارغ محمدنذیر ګټلی دی.
په ایټالیا کې یوه ۷۸ کلن سړي چې فکر کېده مړ شوی دی، ناڅاپه سترګې پرانیستې

ایټالوي چارواکي وايي چې په تارکوینیا ښار کې یو تن چې ډاکټرانو یې د مړینې خبر ورکړی و، نیم ساعت وروسته په سد راغلی دی.
دې ۷۸ کلن سړي ظاهرا د زړه سکته کړې وه او ژغورونکو له ډېرو هڅو وروسته وویل چې دا سړی مړ شوی او امبولانس هم بېرته ولاړ. خو د چارواکو په وینا هغه د انتقال پرمهال ناڅاپه سترګې پرانیستې او د خپلو لوڼو پوښتنه یې وکړه.
دا سړی وروسته روغتون ته واستول شو او د راپورونو له مخې وضعیت یې اوس ښه دی.
ډاکټران دا ډول نادر حالت چې زړه د ژغورنې له ناکامو هڅو وروسته ناڅاپه په حرکت راځي، “لازاروس” بولي.
چارواکي وايي چې په دې سړي خو پېښه په خیر تېره شوه خو د هغه سپي پر یوه پولیس حمله وکړه چې په نتیجه کې یې پولیس روغتون ته او سپی د حیواناتو د ساتنې مرکز ته واستول شول.
په جنوبي کوریا کې سېلابونو انساني مرګ ژوبله اړولې ده

د جنوبي کوریا د کورنیوچارو وزارت وايي چې د سختو بارانونو له کبله په دې هېواد کې دوه کسان مړه شوي او د پنجشنبې ورځې په سېلابونو کې د مړو خلکو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
چارواکو خبرداری ورکړی چې دا شمېره ښايي لوړه شي ځکه لږترلږه ۱۲ تنه نور تراوسه نادرکه دي.
د دې هېواد په جنوبي سیمه سانچیونګ کې چې له چارشنبې ورځې راهیسې نژدې ۸۰۰ میلیمتره باران پکې اورېدلی او ترټولو ډېر تلفات پکې اوښتي دي تراوسه اته کسان مړه شوي او شپږ نور نادرکه دي.
په جنوبي کوریا کې اکثرا په جولای میاشت کې موسمي بارانونه کېږي. د اقلیمي چارو کارپوهان اقلیمي بدلونونه د دې بارانونو د زیاتېدو علت بولي.
د سه شنبې او چارشنبې په ورځو د افغانستان په ځینو سیمو کې د وریاوو او سېلابونو اټکل کېږي

د هوا پېژندنې ادارې، په راروانو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکوي چې وايي د راروانې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان او ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د ورېدو امکان شته.
نوموړی وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
بدوي قبایل له جنوبي سویدا ښار څخه وتلي دي، په جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو واوښت

د سوریې په جنوب کې بدوي قبیله وايي، وسله وال یې له سویدا ښار څخه وتلي دي. بدوي سني قبایل له تېرې اونۍ راهیسې په سویدا کې د دروزي مذهبي لږکي له وسله والو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل وو.
په دې جګړو کې د وروستیو شمېرو له مخې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې دوو ډلو ترمنځ د اوربند موافقه د متحدوایالتونو په منځګړتوب وشوه.
د پنجشنبې په ورځ د جګړو د مخنیوي لپاره دولتي ځواکونه دې ښار ته واستول شول خو وروسته بیا له هغه ځایه ووتل.
اسراییلو هم په سویدا کې چې دروزي لږکي یې اکثریت اوسیدونکي دي، پر دولتي ځواکونو چې عملا یې د بدويانو پلوي کوله، بمباري وکړه.
د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمدالشرع چې د بدوي قبیلو پلوي دی لومړی پر دروزیانو انتقاد کاوه خو وروسته یې له بدویانو وغوښتل چې له ښاره ووځي.
د اسراییل پوځ د غزې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو مېنو ووځي

د اسراییل پوځ د غزې د ځینو مرکزي ناحیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.
د دې عملیاتو په نتیجه کې به د دیرالبلاح او جنوبي رفح او خان یونس ښارونو ترمنځ لارې بندې شي.
په دې ناحیو کې چې د تخلیې خبرداری ورکړل شوی، هغه سیمې هم شامل دي چې ډېرې نړیوالې مرستندویې موسسې پکې فعالې دي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ په قطر کې د اوربند په اړه خبرې روانې دي، خو نړیوال منځګړي وايي چې په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د غزې څه باندې دوه میلیون وګړي د اسراییلو پر خاوره د حماس ډلې له حملې او ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړه له پیل وروسته د یوه بشري ناروین په حالت کې ژوند کوي.
یو ایرانی چارواکی وايي، له دې هېواده د افغان کډوالو د وتلو مهلت د نژدې یوې نیمې میاشتې لپاره وغځېد

د ایراني چارواکو له قوله ورکړل شوي راپورونه وايي چې ایران د افغان کډوالو د وتلو مهلت د نژدې نورې یوې نیمې میاشتې لپاره اوږد کړی دی.
ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې په رضوي خراسان ولایت کې د ایران د بهرنیوچارو وزارت استازي احمد موسوي فر پرون په مشهد کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې د ایران حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو مهلت د سپټمبر تر شپږمې (د وږي ۱۶مه) نېټې پورې غځوي.
له خبري غونډې وروسته په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې ایران دا پرېکړه د امکاناتو د نشتوالي او سختې تودوخې له کبله کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې له ایرانه په سلو کې نژدې اویا سلنه افغان کډوال چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي په جبري ډول ایستل شوي دي.
د شپږیزې لیګ په دوهمه ورځ د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کریکټ د شپږیزې لیګ د لسم پړاو په دوهمه ورځ نن د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه.
لوبه مس عینک پیل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
بندامیر لوبډلې په شلم اوور کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.
په پام کې ده چې د شپږیزه د لیګ دوهمه لوبه نن د ماسپښین په ۲ بجو د بست د ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ترسره شي.
د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.
دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.
ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.
ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.
د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.
په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.