د سوریې په سویدا کې بیا نښتې پیل شوي دي

سره له دې چې د سوریې په دې جنوب لوېدیځه سیمه کې تر څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې نژدې ۶۰۰ تنه پکې وژل شوي، اوربند اعلان شوی و، له سیمې ورکړل شوي راپورونه د دروزي جنګیالیو او بدویانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو پخلی کوي.

انادولو خبري آژانس، الجزیرې، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه، جمعه راپور ورکړ چې د سوېدا په سیمه کې ټینګ شوی اوربند د پنجشنبې په ماښام مات شو او یو ځل بیا نښتې پیل شوې.

د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، چې خبریالان یې په سوریه کې حضور لري، د سني بدویانو د بېلابېلو قبیلو سلګونه جنګیالي، سوېدا ته رسېدلي دي، د سوېدا په شاوخوا کې یې د یو شمېر کلیو کنټرول ترلاسه کړی، او د سوېدا ښار لوېدیځې دروازې ته روان دي.

وسلوال بدویان وایي چې دوی د جمعې په ورځ پر دروزي جنګیالیو بریدونه پیل کړل. د دوی یوه قوماندان ویلي، اوربند یوازې د دولتي ځواکونو او دروزي جنګیالیو ترمنځ شوی، نه له بدویانو سره.

دغه قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دوی ځواکونه د خپلو هغو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه لري، چې په تېرو ورځو کې د دروزي وسله‌والو له خوا نیول شوي دي.