خبرونه
ننګرهار: له پرون راهيسې د داعش ٤٩ غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې په يوه هوايي حمله کې د داعش ډلې ١٠ تنه غړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل وشي، چې دغه حمله نن ماسپښين په سه پاى سيمه کې شوې، چې په نتيجه کې يې د دې ډلې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزير عبدالله خان حبيبي نن د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې وويل، چې په کوټ ولسوالۍ کې پرون هم داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي وو:
”د دښمن ٣٩ غړي هلته وژل شوي او اتلس تنه يې ټپيان دي او په خواشينۍ سره زموږ یو شمېر هېوادوال يې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، نامعلوم لوري ته بېولي دي“
دفاع وزير وايي داعش ډلې پر ولسي پاڅونوالو حمله کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هند د اوړي له ګرمۍ سره مبارزه؛ د بس تمځایونو کې د اوبو پاشلو او پردو نصبولو څخه تر د کورونو د بامونو رنګولو پورې

د هند په احمد آباد ښار کې ښاري چارواکو د اوړي د ګرمې هوا د اغېزو د کمولو لپاره د بس په تمځایونو کې له واښو جوړ شوې پردې او د اوبو شیندونکي نصب کړي دي.
پر دې سربېره، د فلزي چت لرونکو کورونو بامونه په روښانه رنګونو رنګ شوي، څو لږه ګرمي جذب کړي.
دغه ساده خو مؤثر اقدامات د کورونو دننه تودوخه تر ۵ درجو پورې راټیټه کړې او خلکو ته یې د راحتۍ زمینه برابرې کړې ده.
دغه طرح په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شوې وه، او اوس په ټول هند او جنوبي آسیا کې په روغتونونو او دولتي ادارو کې عملي کیږي.
د تودوخې زیاتوالی په هند کې د میلیونونو خلکو لپاره یو جدي ستونزه ده. په احمدآباد ښار کې د سږکال د هوا تودوخه ۴۲ درجې سانتيګراد ته رسېدلې ده.
له هغه مرګوني د تودوخې څپې وروسته چې په ۲۰۱۰ کال کې راغله او له ۱۳۰۰ څخه ډېرو کسانو ژوند یې واخیست، احمدآباد ښار په جنوبي آسیا کې د ګرمۍ پر وړاندې لومړنی اقدامې پلان جوړ کړ، چې اوس یې په ټول هند کې د یو بېلګې په توګه عملي کیږي.
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د امنیت او بشري بحران په اړه خبرې کړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې عصمت الله ایرګاشف او ادوارډز ستیپرایس په افغانستان کې له بشري بحران څخه د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې. دوی همداراز د ترمز بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو موضوع وڅیړله.
اروپایي ټولنې ویلي دي چې د منځنۍ اسیا لپاره د دوی ځانګړي استازي په دې غونډه کې د افغانستان په اړه رغنده خبرو ته علاقه مندي ښکاره کړې ده.
ټرمپ د دویمې دورې په لومړي بهرني سفر کې ریاض ته رسیدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیز ته خپل څلور ورځنی سفر د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان، سره په لیدنه پیل کړ.
دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لومړنی رسمي بهرنی سفر دی.
بن سلمان په ریاض کې ټرمپ ته د دودیز قهوې مراسم برابر کړل، او وروسته به په رسمي ماښامنۍ میلمستیا کې هم ګډون وکړي.
ټرمپ به د امریکا او سعودي د پانګونې په کنفرانس کې هم ګډون وکړي او د خلیج د همکاری شورا له غړو سره به وویني.
په دغه سفر کې د امریکا او سعودي تر منځ د مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ او وسلو د پلور په برخو کې د ځینو هوکړو تمه کیږي.
تمه ده هغه به له عربي چارواکو سره د ایران د اټومي پروګرام، د غزې د جګړې، د نفتو د بیو او پانګونو په اړه خبرې وکړي.
پاکستان ته د هند صدر اعظم نریندار مودي خبرداری

د هند صدراعظم نریندرا مودي پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د هند پر وړاندې د هر ډول ترهګریز برید له پیلولو ډډه وکړي.
مودي د دوشنبې په ورځ (دغویي۲۲مه) په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې که اسلام آباد داسې اقدام وکړي، نو نوی ډیلي به په مناسب اقدام سره ځواب ورکړي.
دا د هند د پوځ له خوا په پاکستان کې پر ځینو هدفونو له برید وروسته د مودي لومړنۍ څرګندونې دي.
هند ویلي چې دا بریدونه د ترهګرو پر مرکزونو شوي دي.
پاکستان د هند هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د سخت دریځه وسله والو ملاتړ کوي او ویلي یې دي، چې هغه ځایونه چې تېره اونۍ د هند لخوا پرې برید شوی وو ملکي سیمې وې.
اسلام آباد تر اوسه د هند د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو ، او سیلابونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې خبرداری ورکړی چې نن، سې شنبه (د غویي ۲۳ مه ) به په بدخشان، نورستان او کونړ کې سخت باران، او سیلابونه راشي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۲۰ ملی مترو ترمنځ تمه کیږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په لویدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتا قوي بادونو احتمال شتون لري، چې سرعت یې په مختلفو ځایونو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.
مخکې له دې، د دوشنبې په ورځ په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال وړاندوینه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د باران کچه له اوسط څخه ټیټ دی.
د دې ادارې په وینا، وچکالي په ځینو ولایتونو کې د فاریاب په ګدون ، یوه جدي اندیښنه ګرځیدلې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزارت: د زرګونو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت موده به د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۱مه) په متحده ایالاتو کې د زرګونو میشتو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسیدو اعلان وکړ.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، په یوه بیان کې وویل چې دوی د افغانستان وضعیت ارزولی او دا افغانان د موقتي خوندي وضعیت د ساتلو لپاره لازم شرایط نه لري.
هغه زیاته کړه ،چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د هیواد اقتصاد ثبات مومي.
آغلې نوم ویلي ، چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت برنامه به د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او د هغې لغوه کېدل به د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.
د موقتي خوندي وضعیت برنامه د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
په بیان کې د امریکا د کورني امنیت د وزیر له قوله ویل شوي چې د موقتي خوندي وضعیت لغوه کول د متحده ایالاتو د ملي ګټو سره سمون لري.
په دوام کې ویل شوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت اسناد ښيي چې ځینې کسان د درغلۍ، د عامه خوندیتوب او د امریکا د ملي امنیت د ګواښ له امله تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د «افغان ایوک» په نوم د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړي په امریکا کې د موقتي خوندي وضعیت تر پوښښ لاندې دي.
د دې ادارې مشر، شان ون ډایور، ویلي چې د افغانستان لپاره د موقتي خوندي وضعیت د لغوه کولو پرېکړه پر حقیقت نه، بلکې د هغه په وینا، پر سیاسي اساس شوې ده.
ون دایور په یوه بیان کې زیاته کړې چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او هلته هېڅ فعال د پناه غوښتنې نظام شتون نه لري.
هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې لا هم هدفي وژنې، خپلسري نیونې، او پراخ بشري سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو پر وړاندې، روانې دي.
د «افغان ایوک» مشر ویلي ، چې د امریکا حکومت هغه څه چې نن ترسره کړي، د هغه په وینا، «له هغو کسانو سره خیانت دی» چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړ، په امریکا کې یې نوې ژوند پیل کړ، او زموږ پر ژمنو یې باور کړی و.
د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې همکارانو يې په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي

د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې د دوی همکارانو په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي.
د برتانوي ځانګړو ځواکونو پخوانیو سرتیرو د بي بي سي په پانوراما پروګرام کې ادعا کړې چې د دوی ځینو ملګرو، چې "رواني" چلند یې درلود، په افغانستان او عراق کې یې بې وسلې او بیده ملکي وګړي وژلي.
د نړیوال قانون له مخې، پوځي ځواکونه اجازه نه لري چې د جګړې بندیان یا بې وسلې ملکي وګړي ووژني. دغو تورونو تر یوه لسیزه زیات وخت نیولی دی.
په عین حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د دوشنبې په ورځ، د می په ۱۲مه نېټه، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د بي بي سي د نوي راپور په غبرګون کې "د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د حساب ورکولو او عدالت" غوښتنه کړې ده.
د راپور په تړاو د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی د روان تحقیقاتي کمیسیون سره همکارۍ ته "په بشپړه توګه ژمن" دي.
وزارت دا هم ویلي چې "دا د دفاع وزارت لپاره مناسبه نه ده چې په دې څیړنه کې د څیړل شویو تورونو په اړه تبصره وکړي."
د تحقیقاتو کمیسیون له ټولو هغو کسانو څخه چې اړونده معلومات لري غوښتنه کړې چې د حقیقت د رونټیا لپاره له دې پروسې سره یوځای شي.
سرچینې: طالبانو د "جنرال مبین" په نامه خپل یو ملاتړی په بند محکوم کړی دی

"جنرال مبین" ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې هغه د طالبانو نظامي محکمې نیولی دی او په یو نیم کال بند یې محکوم کړی دی. جنرال مبین په ټولنیزو رسنیو کې یو جنجالي څېره او د طالبانو څرګند ملاتړی دی.
دا سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي چې د "جنرال مبین" د نیولو او محکومیت لامل د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسیو پر وړاندې د هغه انتقادي څرګندونې وې.
په دې اړه نور جزئیات لا تر اوسه نشته او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د هغه د نیول کېدو خبر څو واري مخکې هم ورکړل شوی و.
پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي.
مخکې له دې، پولنډي چارواکو ویلي و چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښیي د روسیې پټې ادارې په هغه لویه اورلګېدنه کې ښکیلې وې چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یې په وارسا کې یو سوداګریز مرکز ویجاړ کړ.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي دا اقدام تخریبي وباله.
د اوکراین له جګړې راهیسې د روسیې او پولنډ تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي، چې وارسا مسکو په تخریب او سایبري بریدونو تورن کړی دی. هغه تورونه چې روسیې رد کړي دي.
روسیې دا پریکړه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې قصدي عمل" بللی او د متقابل غبرګون ژمنه یې کړې ده.
پولنډ مخکې د ورته دلایلو له امله په پوزنان کې د روسیې کونسلګري تړلې وه.
امریکا او چین د متقابلو تعرفو د کمولو لپاره موافقې ته رسېدلي

امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
واشنګټن او بیجنګ هڅه کوي چې هغه سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي چې نړیوال اقتصاد یې ګډوډ کړی او مالي بازارونه یې لړزولي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په ژنیو کې د چینایي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې د ۹۰ ورځو لپاره د اقداماتو د درولو په خاطر موافقې ته رسیدلي دي.