په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان له دولته غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه له سره وارزوي. د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق اندېښنه ښودلې چې ددغو کډوالو ژوند په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي. UNHCR هم له پاکستان غوښتي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي.
د پاکستان حکومت په دې هیواد کې میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه د POR کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو خبرداری ورکړی. که څه هم تمه وه چې دغه کارټونه ښايي یوځل بیا تمدید شي، خو د کورنیو چارو وزارت دټولو صوبو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د پي اور ار کارت لرونکي له دې هیواده وباسي.
امریکا یمن لپاره د القاعده د مشر په اړه د معلوماتو ورکولو انعام ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا انعام د هغو کره اطلاعاتو لپاره دی چې په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د مشر سعد بن عاطف العولقي ځای ځاېږي معلوم کړي.
ایران نن د اپوزیسیون د مجاهدین خلق ډلې دوه غړي اعدام کړل. دواړه تورن کسان پر ملکي وګړو، کورونو، عامه تاسیساتو، دولتي او تعليمي ادارو او مرستندویو ټولنو په حملو تورن وو.
هند سره د افغان سوداګرۍ پر مخ د واګې بندر تر تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی چې هغه هېواد سره هوايي دهلیز بېرته فعاله کړي.
نور راوښيه