افغانستان
ریچارډ بینیټ په غور ولایت کې د یوې ځوانۍ نجلۍ د ځان وژنې د پېښې په اړه د حساب کتاب غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي په غور ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ پر ځان وژنې خواشیني څرګنده کړې ده.
ریچارد بینیټ نن (د غويي ۱۱مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې پېښې په اړه چې د شویو ادعاوو له مخې علت یې له یوه طالب سرتیري سره د دې نجلۍ جبري واده بلل شوی دی د حساب کتاب غوښتنه وکړه، خو د ښاغلي بینیټ په بیان کې د دې ادعاوو یادونه نه ده شوې.
بینیټ ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس سیستماتیک ځپونکي اقدامات، د رواني روغتیا په برخه کې د ملاتړ اړتیا په ډاګه کوي.
مخکې یوشمېر رسنیو راپور ورکړی و، چې د عابدې په نوم د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې، وروسته له دې چې د طالبانو له یوه غړي سره واده ته اړه شوه، ځان ته اور واچاوه.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې ځوانې نجلۍ مړینه د کورني تاوتریخوالي نتیجه بللې ده. د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې، په تېره بیا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ښځو سره د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
امیرخان متقي او د قطر دوو وزیرانو له افغانستان سره د بشري مرستو او نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له افغانانو سره د بشري مرستو او په عملي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه د قطر له دوو ښځینه وزیرانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د غويي ۱۱) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې مریم بنت علي بن ناصر آل مسند او د دې هېواد د لوړو زده کړو له وزیرې لولْوَه الخاطر سره د ښاغلي متقي د کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي بلخي ویلي دي چې متقي په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتونونو د رغونې ترڅنګ له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې هم مهمې بللې دي.
ښاغلی متقي د دوه اړخیزو اړیکو او ځینو نورو مسایلو په اړه د بحث لپاره په روانه اونۍ کې د یوه پلاوي په سر کې قطر ته ولاړ.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو قطر له څو د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل کوي او طالب ډيپلوماتان یې منلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د بې کیفیته خوړو د واردولو ادعا تایید کړه

د خوړو نړیوال پروګرام WFP د طالبانو د روغتیا وزارت هغه ادعا تایید کړه چې ویلي یې و، د ملګروملتونو دې ادارې د خپلو مرستو په ترڅ کې افغانستان ته بې کیفیته مقوي خواړه وارد کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي تور لګولی و، چې WFP ۶۷۵۰ متریک ټنه خواړه چې د استفادې نه وو، افغانستان ته راوړي دي.
د WFP د افغانستان د څانګې د عامه اړیکو مسوول فیلیپ کروپ Philippe Kropf آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې ادعا له اورېدو سره سم دې ادارې د دې خوړو پر وېش سمدستي بندیز ولګاوه او پرځای یې نور خواړه برابر کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د دې مسئلې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او یادونه یې کړې چې دا بې کیفیته خواړه پر خلکو نه دي ویشل شوي.
له ایران او پاکستان څخه سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه نژدې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکوي چې پرون (د غويي یا ثور ۱۰مه) له بېلابېلو بندرونو څخه ۹۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. د خبر له مخې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم، ۳۰۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۲۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا، ۱۴۲ کورنۍ د نیمروز د وریښمو د پله او شپږ نورې کورنۍ د هلمند د بهرامچه بندر له لارې هېواد ته راورسېدلې.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ د ارقامو له مخې په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستانه له دوه نیم لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره استوګنځي جوړوي

ملګري ملتونه وايي افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خپلو شریکانو په مرسته په ننګرهار او نورو ولایتونو کې استوګنځي جوړوي.
د ملګروملتونو د بیامیشتېدنې پروګرام یو- ان هبیټاټ نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د یوه خوندي استوګنځي لرل د راستنېدونکو کډوالو د باعزته ژوند لومړنی ګام دی.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ ویلي دي چې په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه له دوه نیم لکو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې دېری یې په زور او جبر ایستل شوي او دې مسئلې د ملګروملتونو په وینا د افغانستان بشري بحران نور هم ژور کړی دی.
نن د مې لومړۍ د کارګرانو نړيواله ورځ ده

د کار نړیوال سازمان (ILO) په خپله ویبپاڼه کې د دې ورځې په مناسبت لیکلي، په داسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ډېر خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي.
د سږ کال شعار «روغتیا او خوندیتوب په کار کې» دی، چې د کاري چاپېریال د خوندیتوب او روغتیا پر ارزښت ټینګار کوي.
خو په افغانستان کې زرګونه کارګران په سختو شرایطو کې، له روغتیايي بیمې، د خوندیتوب وسایلو او قانوني ملاتړ پرته کار کوي.
تر دې وړاندې ډېر کارګران د سکرو په کانونو او ساختماني کارونو کې د خرابو کاري شرایطو له امله له خپل ژونده بې برخې شوي دي.
د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو وویل امریکا باید افغان متحدانو ته شا وانه ړوي

د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د افغان متحدانو د بیا میشتېدو پروګرام ته دوام ورکړي، او خبرداری یې ورکړی چې د دې نوښت پرېښودل به د خپلو نړیوالو شریکانو په وړاندې د امریکا باور زیانمن کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمانونو له مخې د کډوالو د منلو موقت بندیز د پای ته رسېدو په حال کې دی. دغه فرمانونه سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له بېرته راتګ لږ وروسته صادر شوي وو، چې په لړ کې یې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم وځنډېدل چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وو.
تر دې دمه، د ټرمپ ادارې لا نه ده څرګنده کړې چې دا پروګرام به بیا پیلوي که به یې پای ته رسوي.
فاکس نیوز راپور ورکړی چې د اپرېل په ۱۰مه، د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر د بهرنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې په هغو کې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ ادارې (CARE) لپاره د اضافي مالي ملاتړ درول شامل دي.
د دغه وړاندیز له مخې، شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره پاتې بودیجه به د CARE پروګرام د تدریجي بندېدو لپاره وکارول شي، تر څو دا پروګرام د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه وتړل شي.
م.م وايي، له ایران او پاکستانه تر ۲۵۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي، د روان کال په اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د فشار او زور له کبله بېرته استول شوي، او دې چارې د افغانستان له مخکې څخه سخت بشري وضعیت لا خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه شاوخوا ۹۶ زره کسان په زوره ایستل شوي، په داسې حال کې چې نژدې ۱۵۴ زره نور په خپله خوښه بېرته ستانه شوي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي: «د افغانانو په پراخ ډول بېرته ستنېدا، د بشري مرستو پر محدودو سرچینو نور فشار هم راولي او د هغو میلیونونو خلکو وضعیت لا خرابوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.»
د ازادي راډیو د درې خبریالانو اووم تلین شو

د ازادي راډيو درې خبریالان، عباد الله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۰ مه د کابل په شش درک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شول. دې چاودنې له لویه سره د نهو افغان خبریالانو ژوند واخیست.
تر دې پیښې وروسته د جمهوري نظام د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته ویلي و چې د دې ځانمرګي برید په تړاو پنځه تنه تورن نیول شوي چې له محاکمې وروسته درې تنه یې په اعدام محکوم شوي او دوه تنه یې په لس او څوارلس کلونو زندان محکوم شوې دي.
د دوه زره یوویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبانو بیا ځلي کابل ونیو د افغانستان ټول زندانونه مات شول او بندیان وتښتیدل، دا معلومه نه ده چې د نهو خبریالانو په جرم محکوم کسان هم په دې زندانونو کې ول که نه ول.
په شش درک کې پر خبریالانو د ۱۳۹۷ کال د غویي د لسمې نیټې د برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی و.
فاریاب او دایکنډي کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول منع شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز ولګول شو.
دغه مرکز نن چهارشنبه ( د ثور لسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې اعلان سره د هغو ولایتونو شمېر چې دغه ډول تصویرونه په کې بند شوي، ۱۷ ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې وړاندې ویلي و چې دوی دغه بندیز په تدریج سره په ټول افغانستان کې پلی کوي.
د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو بندیز، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د هغه قانون یوه برخه ده چې تېر کال په اګست کې طالبانو اعلان او رسمي جریده کې خپور کړ.
د یوناما په ګډون ګڼو نړیوالو بشري ادارو د طالبانو پر دغه قانون نیوکې کړي او له هغوی یې غوښتي چې لغو یې کړي.