د بیلاروس حکومت د شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۳مه) وروسته له هغه د لسګونه بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ چې واشنګټن د بېلاروس د کیمیاوي سرې پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو د احتمال یادونه وکړه.
زیلنسکي وایي، تر څو پورې چې داسې تضمینونه ونهلرو چې د سیمې د راتلونکي احتمالي اشغال مخه ونیسي، دغه طرحه عادلانه نه ده.
د ناټو عمومي منشي د خپل تړون له غړیو هیوادو وغوښتل چې دفاعي هڅې زیاتې کړي چې د روسیې د تیري مخه ونیسي. مارک روټه د جرمني په پلازمینه برلین کې د ډسمبر په یولسمه دا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې کیدای شي چې داسې جګړه ونښلي چې زموږ پلرونو او نیکونو لیدلې او زغملې وه.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، دی په خپل جګړه ځپلي هیواد کې د انتخاباتو ترسره کیدو ته چمتو دی، خو شرط یې دا دی چې د امریکا متحد ایالتونه او نور متحدان د دې ټاکنو امنیت تامین کړي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په تازه راپور کې د روسیې ولسمشر او د طالبانو مشر د هغو دوو مشرانو په توګه یاد شوي دي چې تر ټولو ډېر ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي یې تر فشار لاندې راوستي او ځپلي دي.
د اوکراین ولسمشر وايي چې په لندن کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له مشرانو سره خبرې "رغنده" وې، او زیاته یې کړه چې د سولې د پلان لپاره وړاندیزونه وروستي کیږي او د سې شنبې په ورځ به له متحده ایالاتو سره شریک شي.
د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو وتل او هلته د ثبات ساتونکو ځواکونو ځای پرځای کېدل هغه اقدام دی چې د متحدوایالاتو او ملګروملتونو په ملاتړ د سولې په پلان کې یې یادونه شوې ده.
یو شمیر خلک په ورځني ژوند کې بې نمرې عینکې کاروي، خو د څه لپاره؟ آیا بې نمرې عینکې د ډول لپاره دي که د سترګو د خوندیتوب لپاره؟
ټاکل شوې چې اوکرایني مذاکره کوونکي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره او وروسته په فلوریډا کې له امریکایي چارواکو سره وګوري. دا لیدنې کتنې څو ورځې وروسته له دې ترسره کیږي چې د سپینې ماڼۍ له یوه پلاوي سره د کریملین چارواکو پنځه ساعته غونډه وکړه.
د ځینو راپورونو له مخې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین په اړه د سولې له خبرو تش لاس ستون شوی. بل لور ته مسکو ویلي دي چې د دې خبرو جزییات له رسنیو سره نه شریکوو او جرمني بیا پر روسیې شک کړی دی چې د سولې خبرو ته دې لیواله وي.
نور راوښيه