د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

بېلاروس له لویدیځ سره د اړیکو د ښه کولو په نیت لسګونه سیاسي بندیان خوشې کړل


په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ کال د لاریون مشره مایا کالیسنیکاوا او له زندانه نور خوشې شوي بندیان
په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ کال د لاریون مشره مایا کالیسنیکاوا او له زندانه نور خوشې شوي بندیان

د بیلاروس حکومت د شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۳مه) وروسته له هغه د لسګونه بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ چې واشنګټن د بېلاروس د کیمیاوي سرې پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو د احتمال یادونه وکړه.

امریکايي منځګړو، د بیلاروس رسنیو، د بشري حقونو سازمانونو او اوکرایني چارواکو خبر ورکړی چې د بېلاروس ولسمشر الکساندرلوکاشینکو د یوشمېر مخکښو مخالفو سیاستوالو په ګډون ۱۲۳تنه بندیان بښلي دي.

په خوشې شویو کسانو کې د ۲۰۲۰ کال د لاریون مشره ماریا کالیسنیکاوا او د نوبل جایزې ګټونکې الیس بیالیاڅکي هم شامل دي. د یو امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویل شوي دي چې په خوشې شویو کې یو امریکايی وګړی هم شته.

مینسک دا اقدام د هغو هڅو په لړ کې کوي چې غواړي له کلونو انزوا وروسته له لویدیځ سره اړیکې ورغوي.

د بېلاروس لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ ځانګړي استازي جان کول پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د دې اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل، د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه له برکته بېلاروس نور سیاسي بندیان خوشې کړل. کول دا د امریکا او بیلاروس په اړیکو کې یو مهم ګام وباله.

کول رویټرز خبري آژانس ته په جلا څرګندونو کې وویل، امکان لري په راروانو میاشتو کې نور بندیان هم خوشې شي خو هغه په دې اړه جزییات ورنه کړل.

بېلاروس د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل پرمهال له روسیې سره د همکارۍ په نتیجه کې د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ شو. د دې هېواد حکومت په وروستیو کې په څو پړاوونو کې سیاسي بندیان خوشې کړې دي خو سلګونه نور کسان چې په سیاسي بندیان کې شمېرل کېږي لاهم د دې هېواد په زندانونو کې پراته دي.

د بیلاروس د اپوزیسیون د مشرې سویتلاناڅیخانوسکایا یوه استازي ځیانیس کوچینسکي وویل، ټول هغه سیاسي بندیان چې د دسمبر په ۱۳مه خوشې شول خوندي دي او له بیلاروس څخه وتلي دي.

اوکرایني چارواکو وویل چې له خوشې شویو بندیانو څخه ۱۱۴ تنه هغه هیواد ته رسیدلي دي. ویل شوي چې نهه نور لیتوانیا ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG