افغان هنرمند فضل احمد انیس مو میلمه دی
ازادي میلمه: د افغانستان د جمهوري نظام د مشرانو جرګې مرستیال
طارق وزیر څرنګه مدني فعالیت کوي؟ پوهنځي یې څرنګه انتخاب کړی دی؟ دا ځوان د خپل ژوند تجربې راسره شریکوي.
د ازادي مېلمه کې مو دا ځل له لیکوال او شاعر طاهر ځلاند سره دده په ژوند، فرهنګي او کلتوري هڅو خبرې کړې دي.
خپل ښار څرنګه پاک ساتلی شو؟ دا هغه اساسي پوښتنه ده چې احمد شیبر د افغانستان د چاپیریال ساستنې د ادارې له پخواني مرستیال محمد ولي مدقق څخه کړې ده او د ښار د چاپیریال د ساتنې په اړه یې د ده د تجربو پوښتنه کړې ده. دا مرکه دلته اوریدلی شئ
په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په ترڅ کې هغه افغان کوچیان هم د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي چې شاوخوا څلور لسیزې هلته اوسیدلي دي. دا چې دا کوچیان د پاکستان کومو سیمو کې اوسیږي او د اخراج په صورت کې به یې عمده ستونزې څه وي؟ د دوی له استازي ملک روزي خان کوچي سره اسداله لودین مرکه کړې.
د پښتو ژبې او ادب د ژوندي ساتلو د پاره منظمې هڅې مهمې دي او د دې پاره ادبي ټولنې جوړې شوي دي. په پښتو کې لومړۍ ادبي ټولنه کله جوړه شوه؟ نوموتې ادبي جرګې کومې کومې دي او څومره کار يې کړی دی ؟ د پښتو ادب او ژبې په پرمختګ کې د ادبي تنظومونو ونډه څومره ده؟ د راشد خټک تفصیلي راپور ته غوږ شی
میرمن سویتا هغه افغان ممثله ده چې د "کونډې زوی" سریال کې د رول لوبولو له امله یې شهرت وموند. هغه د افغانستان له لومړنیو ښځینه ممثلینو څخه وه، چې په سینما او تلویزیون کې یې کار کړی. سویتا اوس په مهاجرت کې ژوند کوي. د ازادي مېلمه خپرونه کې فرشتې سهاک ورسره د ژوند او هنري سفر په اړه خبرې کړي دي.
نور راوښيه