د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۴

اوکراین د امریکا وړاندیز «عادلانه» نه بولي؛ زیلنسکي د امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي


زیلنسکي وایي، تر څو پورې چې داسې تضمینونه ونه‌لرو چې د سیمې د راتلونکي احتمالي اشغال مخه ونیسي، دغه طرحه عادلانه نه ده.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، د امریکا هغه وړاندیز عادلانه نه بولي چې له مخې یې باید د اوکراین ځواکونه له دونباس څخه ووځي او په وروستیو کنټرول شوو سیمو کې بې له دې چې لازم امنیتي تضمینونه موجود وي یوه «ازاده اقتصادي سیمه» جوړه شي.

زیلنسکي وایي، تر څو پورې چې داسې تضمینونه ونه‌لرو چې د سیمې د راتلونکي احتمالي اشغال مخه ونیسي، دغه طرحه عادلانه نه ده.

داسې ښکاري چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له اوکراین څخه غوښتي چې خپل ځواکونه د دونباس له سیمې وباسي او وروسته به واشنګټن په هغو برخو کې چې اوس د کی‌یف تر واک لاندې دي، یوه «ازاده اقتصادي سیمه» رامنځته کړي.

تر دې وړاندې امریکا وړاندیز کړی و چې کی‌یف دې هغه برخې دې روسیې ته وسپاري چې لا یې هم تر کنټرول لاندې دي، خو ولسمشر زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې اوس واشنګټن د روغې - جوړې بله نسخه وړاندې کړې؛ داسې نسخه چې په کې د اوکراین پوځ شاته ځي، خو روسي ځواکونه به د خالي شوو سیمو د نیولو لپاره نه داخلېږي.

زیلنسکي، چې د قوس پر ۲۰مه یې په کی‌یف کې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:

«معلومه نه ده چې دا سیمه به، چې دوی یې د ‘ازادې اقتصادي سیمې’ یا ‘غیرنظامي سیمې’ په نوم یادوي، څوک اداره کوي؟»

هغه ټینګار وکړ چې پرته له واضح امنیتي ضمانتونو، داسې طرحې د اوکراین لپاره د منلو نه دي.

زیلنسکي: «جوړجاړی باید عادلانه وي؛ د روسانو د پرمختګ مخنیوی څوک کوي؟»

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، وایي که د جګړې په دواړو لورو کې یوازې یو اړخ شاتګ وکړي او بل اړخ پر خپل ځای پاتې شي، نو هېڅ تضمین نشته چې روسي ځواکونه به له رامنځته شوي فرصته ګټه وانخلي.

زیلنسکي زیاته کړه:

«که د یوه اړخ ځواکونه شا ته لاړ شي او د بل اړخ ځواکونه په ځای پاتې شي، نو څه شی به روسي ځواکونه شاته وساتي؟ یا څه ضمانت شته چې هغوی به ځانونه د غیرنظامیانو په بڼه بدل نه کړي او دا ازاده اقتصادي سیمه به تر خپل واک لاندې نه راولي؟»

هغه ټینګار وکړ چې دا موضوع «ډېره جدي» ده او که خبرې د مصالحې دي، نو دا روغه باید عادلانه وي.

د خلکو پرېکړه لازمه ده

زیلنسکي په عین حال کې تایید کړه چې که اوکراین له داسې طرحې سره موافقه وکړي، نو د هغې د تصویب لپاره باید ټاکنې یا ټولپوښتنه وشي. هغه وویل، یوازې «د اوکراین ولس» صلاحیت لري چې د خپل هېواد د خاورې د یوې برخې د ورکړې په اړه پرېکړه وکړي.

پر زیلنسکي د ټرمپ فشارونه

اوسمهال زیلنسکي د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له سخت فشار سره مخامخ دی څو د واشنګټن د سولې له طرحې سره یوځای شي؛ هغه طرحه چې هدف یې د کی‌یف او مسکو تر منځ د جګړې پای ته رسول دي.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر زیلنسکي توندې نیوکې کړي او هغه یې په دې تورن کړی چې «حتی د سولې د طرحې مسوده یې نه ده لوستلې». د امریکا ولسمشر همدارنګه یو ځل بیا پر اوکراین د ټاکنو د ترسره کېدو ټینګار کړی دی.


XS
SM
MD
LG