د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

خبرونه

ټرمپ: که ولسمشر شم له پوتین سره په کتنه غور کوم

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ وایي، که انتخابات وګټي، په جنوري کې د ولسمشر په توګه د لوړې له پر ځای کولو مخکې به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په کتنه غور وکړي.

د ټرمپ دغه څرګندونې چې پرون‌یې یوې راډیو ته کړي، د روسیې له ولسمشر سره چې حکومت‌یې د امریکا په انتخاباتو کې په مداخلې تورن دی، د هغه تړاو ته پاملرنه زیاتوي.

ټرمپ مخکې ویلي و چې دی پوتین ستایي او د واشنګټن او مسکو په اړیکو کې په رامنځته شوي خطرناک کړکېچ خواشینی دی.

ټرمپ وویل، ستونزه دا ده چې پوتین اوباما ته هېڅ درناوی نه‌لري او دغې مسئلې په حقیقت کې دلته یو ناوړه حالت رامنځته کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه، که دی د نومبر د اتمې نېټې انتخابات وګټي، د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو مخکې ښایي له پوتین سره وګوري او له روسیې سره غونډه وکړي.

ټرمپ پرته له دې چې شواهد وښیي ټینګار وکړ چې د امریکا د انتخاباتو د سیسټم شفافیت له سخت ګواښ سره مخامخ دی.

هغه خبرداری ورکړ چې د متخصیصونو له ډاډ سره سره ښایي د رأیې په مرکزونو کې درغلي وشي.

په عین حال کې د هغه رقیبې ډموکرات کاندیدې هېلري کلېنټن خپل انتخاباتي کمپاین ته شدت ورکړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بنګله دیش او پاکستان سره سلا شول چې اړیکې ورغوي

د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین ( ښۍ خوا ته ) ، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ډاکه کې .
د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین ( ښۍ خوا ته ) ، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ډاکه کې .

بنګله دیش او پاکستان، چې یو وخت په ۱۹۷۱ کال کې له جلا کېدو وروسته یې سخته دښمني سره درلوده ، د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې خپلمینځي اړیکې چې د اوږدې مودې راهیسې کړکېچنې وې ورغوي او سوداګري زیاته کړي.

خو بنګله دیش دا هم وویل چې یوه مهمه مسئله چې پاکستان باید د جګړې پر مهال د شویوظلمونو څخه بخښنه وغواړي لاینحل پاته ده .

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې په تیرو دیارلسو کلونو کې لومړی پاکستانی لوړ رتبه چارواکی دی چې دبنګله دیش لیدنه کوي وویل چې ددواړو هیوادونو د ولسونو د خیرښینګڼې لپاره ساحه او امکانات پراخ دي.

د پاکستان پوځ د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال په پراخو ظلمونو تورن شوی.

په دغه جنګ کې سلګونه زره کسان او د بنګله دیش د اټکل سره سم ملیونونه کسان ووژل شول.

په ډاکه کې ډیری کسان لاهم د اسلام آباد څخه غواړي چې د وژنو څخه بخښنه وغواړي.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین وویل چې د بخښنې مسئله حل نه شوه، خو په دې سلا وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې پیاوړې کړي .

د تجارتي او اقتصادي اړیکو د تعمیق او همدارنګه د کلتوري تبادلو د زیاتولو لپاره تړونونه لاسلیک شول.

راشد خان د اسیا د جام په لوبو کې دافغانستان د ټیم مشري کوي

راشد خان به راتلونکې میاشت د اسیا د شل اوریزو لوبو جام کې د افغانستان د ټیم چې ځواکمن سپنران لري مشري وکړي.

د دغه ټورنمنټ لپاره د ټیم په تشکیل کې چې د یکشنبې ورځ په اعلان شو نوی سپنر الله محمد غضنفر هم شامل دی.

د کپټان راشد خان ترڅنګ تجربه لرونکي سپنران ، محمد نبي ، نور احمد او مجیب الرحمن هم دافغانستان ټیم ته ځواک او تجربه بښي.

فضل الحق فاروقي ، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او ګلبدین نایب د افغانستان په لوبډله کې د تیز بالینګ څلور انتخابونه دي.

ابراهیم ځدراڼ ، رحمن الله ګربز ، صدیق الله اتل او کریم جنت دافغانستان بیټنګ لاین پیاوړی کوي.

افغانستان په B ګروپ کې له بنګله دیش ، هانګ کانک او سیریلانکا سره دی.

هند، پاکستان ، عمان او کوربه هیواد متحد عربي امارات په A ګروپ دي.

د آسیا جام لوبې د سپتمبر له ۹ تر ۲۸ پورې په متحدو عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

افغانستان د جام تر لوبو مخکې ، پاکستان ، او عربي اماراتو سره درې اړخیزې لوبې کوي چې د راتلونکې جمعې په ورځ په شارجه کې پیلیږي.

د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل

د افغانستان په یوولسو ختیځو ،شمال ختیځو او جنوبي ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو اټکل شوی دی.

د طالبانو ترواک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د معلوماتو له مخې په نورستان ، کنر، لغمان، کاپیسا، ننګرهار ، لوګر ، خوست، پکتیا ، پکتیکا ، غزني او میدان وردک ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو د احتمال اټکل شوی دی.

په ځینو یادو ولایتونو کې د تیرې اونۍ بارانونو او سیلابونو له امله ۴ کسه مړه او لسګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شول.

دغه راز چارواکو د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو د ویجاړي خبر ورکړ او وویل چې په مجموع کې ۳۵۳ کورنۍ اغیزمنې شوې دي.

پاسپورټ ریاست درې ډلې کسانو ته د دغه سند ورکړه ودروله

د افغانستان د پاسپورت متقاضیان، ارشیف
د افغانستان د پاسپورت متقاضیان، ارشیف

د طالبانو د پاسپورت ریاست اعلان کړی چې له دې وروسته درې ډلې کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي.
دغه ریاست پرون شنبه یوه خبرپاڼه کې دغه ډله کسان جزایي قضیه درلودونکي، بې سرپرسته ماشومان او ممنوع الخروج شوي افغانان یاد کړل.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاسپورت ته د خلکو غوښتنه زیاته شوې او د پاسپورټ ویش له لومړي سره له ډیرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وو.

له افغانستانه بهر بیا له څو محدودو قونسلګریو پرته په نورو کې لا هم نوي پاسپورټونه نه ویشل کیږي او افغانان د اړتیا لپاره خپل پخواني هغه د سټیکر په لګولو تمدیدوي.

د افغانستان پاسپورت د ۲۰۲۵ کال په ډلبندي کې له عراق او سوریې وروسته په نړۍ کې دریم کم اعتباره پاسپورټ دی.

د شمالي او جنوبي کوریا پر پوله نانندرۍ، شمالي کوریا د هوایي دفاع دوه توغندي و ازمایل

د شمالي کوریا یوه پوځي بیړۍ، ارشیف
د شمالي کوریا یوه پوځي بیړۍ، ارشیف

شمالي کوریا نن یکشنبه د هوایي دفاع دوه نوي توغندي و ازمایل.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا ازموینه داسې مهال ترسره شوې چې د شمالي کوریا چارواکي جنوبي کوریا تورنوي چې پر پوله یې نانندرۍ زیاتې کړې دي.

د جنوبي کوریا پوځ پرون وویل، دوی وروسته تر هغه پر پوله اخطاریه ډزې وکړې چې په وینا یې د شمالي کوریا پوله ساتي پر لانجمنې پولې د لنډې مودې لپاره ور اوښتي وو.

د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس ( (KCNA راپور ورکړی چې ننني ازمایل شوي توغندي د جګړې عالي وړتیا لري، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

شمالي کوریا سیمه کې د روسیې، چین او نورو ختیځو قدرتونو متحده ده، خو جنوبي کوریا بیا د متحده ایالتونو او لویدیځ ملاتړ له ځان سره لري.

د امریکا دفاع وزارت شیکاګو کې د جرمونو او ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزې ته ملي ګارد استوي

لاس انجلس کې د امریکا ملي ګارد او مظاهره چیان، ارشیف
لاس انجلس کې د امریکا ملي ګارد او مظاهره چیان، ارشیف

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پلان لري چې شیکاګو کې د پوځ غړي ځای پر ځای کړي.

دا ګام داسې مهال پورته کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې یې جرمونه، بې کوره کسان او بې اسناده کډوال وځپي.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ ناوخته د واشنګټن پوست په حواله لیکلي چې په لومړي ګام کې ممکن د سپتمبر په لومړیو کې د ملي ګارد څو زره سرتیري شیکاګو ته واستول شي.

په تیره جون میاشت کې په لاس انجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیولو او هلته د پاریدلو مظاهرو د کنټرول لپاره هم یاد ښار ته د ملي ګارد ځواکونه استول شوي وو چې هغه مهال دې اقدام د یوشمیر امریکایي سیاستوالو نیوکې وپارولې.


د ایران سیستان بلوچستان کې ( اسراییل پورې د تړلې ترهګرې ډلې) شپږ غړي وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د ایران امنیتي ځواکونه وایي چې په نارامه سیستان-بلوچستان ولایت کې یې " اسراییل سره د تړلې یوه ترهګریزې ډلې" شپږ غړي وژلي دي.

فرانس پریس پرون شنبه د ایرانا خبري اژانس په حواله ویلي چې دغه کسان له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي، خو د پیښې کره ځای او وخت یې نه دی ذکر کړی.

سیستان-بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، وخت نا وخت د ایراني امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو او قاچاق وړونکو ترمنځ د بریدونو شاهد وي.

خبر کې راغلي چې وژل شوي ترهګر بهرني اتباع دي، خو هویت یې نه دی څرګند شوی.

سیستان بلوچستان کې څو ورځې وړاندې یوه برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس ووژل شول چې مسولیت یې جیش العدل ډلې ومانه.

جیش العدل د بلوڅانو جدایي غوښتونکې مذهبي ډله ده.

بریتانیا د هغو کسانو د اخراج لړۍ چټکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي

د انلګستان جنوبي ساحل ته نژدې د کډوالو یوه بیړۍ، ارشیف
د انلګستان جنوبي ساحل ته نژدې د کډوالو یوه بیړۍ، ارشیف

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره ایوېت کوپر وایي، د هغو کسانو د اخراج لړۍ چټکوي چې دغه هېواد کې یې د پنا غوښتنې رد شوې دي.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پې.اې) د شنبې په ورځ ناوخته د نوموړې په حواله ویلي چې د پناغوښتونکو د قضیو د بیا کتنې اوسنی سیستم له پخوا نه ورته په میراث پاته دی او دې ته د منلو وړ نه دی.

دا مهال د افغانانو په ګډون شاوخوا ۵۱ زره کسان بریتانیا کې میشت دي چې د پنا لومړنۍ غوښتنې یې رد شوي او اوس بیا ارزونې ته په تمه دي.

خبر کې راغلي چې دا ګام د پناغوښتنې په بهیر کې د بریتانیا د پام وړ فشارونه ښيي.

بریتانوي چارواکو ویلي، هغه کسان چې د پناغوښتنې یې رد شوي د دوی په هوټلونو کې دیره دي او د لګښت بیه یې د بریتانیا مالیه ورکوونکي پرې کوي.

بریتانیا له ځینو اروپایي هېوادونو څخه په الهام اخیستنې سږکال د کډوالۍ په سیستم کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

روسيې د اوکراین ختیځ کې د دوو کلیو د نیولو ادعا کړې

ارشیف
ارشیف

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین د ختیځې سیمې دونتڅک دوه کلي نیولي دي.

دغه وزارت نن شنبه ( د سنبلې لومړۍ نیټه) پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې دا کلیدي کلي هغه سړک ته نژدې دي چې د اوکرایني پوځ د لوجستیک یوې اډې ته غځیدلی.

پر اوکراین د روسیې له خوا پوځي فشار داسې مهال په زیاتیدو دی چې په نړیواله کچه د دغې جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.

د اوکراین پوځ د دغو کلیو د له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې ده چې تیره شپه روسیې پر دغه هېواد شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکې توغولي چې دیرش یې دوی کشف اوشنډې کړي.

په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی

ارشیف
ارشیف

د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي.

چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی.

رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي.

چین بیا وایي، کوربه هېوادونه د ژمنو له مخې باید د دیپلوماتیکو ادارو د جوړښت ملاتړ وکړي.

چین ۲۰۱۸ کال کې لندن کې د خپل سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه واخیسته چې ۲۰۲۲ کال کې یې ورغوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG