د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

خبرونه

رسولي: لویه څارنوالي د ولسمشر د حکم عملي کېدو ته ژمن ده

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي، د ولسمشر د هغه حکم عملي کېدو ته ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې یې د درغلیو د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د لویې څارنوالۍ ټیم پر دې موضوع کار پیل کړی څو معلومه کړي چې په تېرو کلونو کې چا او په کومه کچه د کورنیو چارو په وزارت کې درغلي کړې ده.

د ښاغلي رسولې په خبره که څه هم د ارزونې لړۍ وخت نیسي، خو د لویې څارنوالۍ پلاوي د یوه منظم پلان له مخې د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتې څو په تېرو کلونو کې د ټولو قرادادونو جزئیات له دوی سره شریک کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو یو پلاوی د نشه يي موادو پرضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی

د طالبانو امنیتي ځواکونه په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په حال کې
د طالبانو امنیتي ځواکونه په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په حال کې

د کورنیوچارو وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د دې وزارت یو پلاوی له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دې معینیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې د معین ملا عبدالحق آخوند همکار په مشرۍ پلاوی به د دې سفر پرمهال له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول لپاره د ګډو هڅو پر اساس د نظر تبادله وکړي او د همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د له منځه وړلو ژمنه کړې خو په عین حال کې د ملګروملتونو ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته.

د ملګروملتونو د مخدروموادو پرضد د مبارزې ادارې په تېره کب میاشت کې وویل، دا ستراتیژي باید قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي.

د برتانیا پولیسو د اوو ایرانیانو په ګډون اته کسان د تروریزم په اړوندو تورونو نیولي دي

د برتانیا پولیس په مرکزي لندن کې د ګزمې په حال کې
د برتانیا پولیس په مرکزي لندن کې د ګزمې په حال کې

د برتانیا د تروریزم پرضد د مبارزې پولیسو پرون (د مې ۴مه) اته کسان چې اوه یې ایراني وګړي دي، د تروریزم په دوو جلا پېښو کې ونیول.

چارواکي غواړي په عین حال کې دا خبره هم روښانه کړي چې آیا د تورنو کسانو اقدامات د خلکو امنیت ته ګواښ پېښوي کنه.

د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر پرون خبریالانو وویل چې دا دوه جلا عملیات د تروریزم پرضد د تېرو څو کلونو له خورا مهمو اقداماتو څخه دي. د دې دوو عملیاتو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د لندن ښاري پولیسو پرون د څلورو ایراني وګړو په ګډون د پنځو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې تورنو کسانو په یوه نامعلوم ځای کې د حملې پلان درلود. د پنځم کس د هویت د معلومولو هڅې هم روانې دي.

همداراز درې نور ایراني وګړي چې عمرونه یې د ۳۹ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي، پرون په لندن کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. په لندن کې د ایران سفارت د دې کسانو د نیول کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

روسیې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې د منځګړتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی

د هندي کشمیر پهلګام سیمه، د اپریل ۲۳مه- د هند امنیتي چارواکي د پېښې سیمه له نژدې ګوري
د هندي کشمیر پهلګام سیمه، د اپریل ۲۳مه- د هند امنیتي چارواکي د پېښې سیمه له نژدې ګوري

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف پرون له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره په ټلفوني خبرو کې په کشمیر کې د وروستي برید پرسر د نوې ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز وکړ.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پرون پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د لاوروف او ډار په خبرو کې دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د بیان له مخې په دې خبرو کې ټینګار وشو چې روسیه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې له تروریستي حملې وروسته، له سیاسي لارې د دې کړکېچ د حل لپاره منځګړتوب ته چمتو ده.

ښاغلي لاوروف دوه ورځې مخکې د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر سره په ټلفوني خبرو کې هم د سیاسي حل لارې غوښتنه کړې وه.

د اپریل په ۲۲مه یوې وسله والې ډلې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ډزې وکړې او ۲۶ کسان یې چې ډېری هندوان وو، ووژل.

UNHCR وايي، خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۳مه- له پاکستان څخه کندهار ته راستنې شوې کورنۍ
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۳مه- له پاکستان څخه کندهار ته راستنې شوې کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د غويي ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

یو ان ایچ سي آر له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان مخ په زیاتېدو بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي. د ملګروملتونو دې ادارې د اپریل په ۲۹ مه په یوه بیان کې وویل چې سلګونه زره افغانان په جبر سره د خطر په لور استول کیږي.

م.م برازیل ته د څو افغان کورنیو د رسیدو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ برازیل ته د افغان کډوالو د لومړنیو کورنیو د تګ هرکلی وکړ.

د ملګروملتو د دې ادارې په نوښت په لومړي وار د«ټولنیز ملاتړ پروګرام» له لارې د لاتینې امریکا په دې هیواد کې یو شمېر افغانان د کډوالو په توګه ومنل شول.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ افغانان له پاکستانه د برازیل ساوپالو ښار ته ورسېدل.

د دوی د هرکلي او ټولنیز ادغام چارې د «پناهځای» په نوم د یوې مدني ټولنې له خوا پر مخ وړل کېږي. دا اداره د برازیل حکومت له خوا ټاکل شوې چې د کډوالو په سرپرستۍ او د ادغام په پروسه کې یې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې پناهځای به په روان ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۰ کسان ومني.

الکوزی: هند او پاکستان د افغان سوداګرو د سلګونو کانتینره سوداګري مال مخه نیولې

خانجان الکوزی
خانجان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، لا هم پاکستان او هند د افغان سوداګرو د مالونو مخه نیولې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل چې په تجارتي مال بار سلګونه کانتینره په کراچۍ، تورخم او سپین بولدک او همداراز واګه بندرونو کې درول شوي:

«۱۵۰ لارۍ چې وچه مېوه او تازه سبزي پکې ده او باید د پاکستان له لارې واګې ته داخلې شوې وای، متاسفانه اول پاکستان درولې وې اوس هند اجازه نه ورکوي. پر دې سربېره زموږ یو نیم زر کانتینر چې د هند مالونه پکې بار دي او کراچۍ ته رارسیدلي، هلته ولاړ دي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي دغه غړي له هند او پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو کانتینرونو ته اجازه ورکړي چې خپل مال تر منرله وروسوي.

سیلونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند اخیستی

د بدخشان په بهارک ولسوالي کې د سیلو له کبله ۵ تنه مړه شوي دي.

په بهارک او همداراز جرم ولسوالیو کې سیلونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

په بدخشان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري نن وویل چې سیل په بهارک ولسوالي کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

تر ده مخکې په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پيښو امر محمد کامګار ویلي و چې د جمعې د ورځې سیلونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.

د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې دي چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمیر کسانو رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه او باغونه ویجاړ شوې دي او ګڼ کورونه هم سیلونو وړې دي.

د راپورونو له مخې دغو سیلونو د فیض اباد-بهارک پر لویه لار یو شمیر موټر هم وړې دي.

د بریتانیا پولیسو ۵ تنه بهرنیان د ترهګرۍ د دسیسې په تور نیولي

د بریتانیا پولیسو اعلان کړی چې د څلورو ایرانیانو په شمول یې پنځه تنه د ترهګرۍ په تور نیولي دي.

د لندن ښار پولیسو د یکشنبې په سهار (د غویي ۱۴مه) په یوه بیان کې ویلي چې دغه کسان په لندن، سویندون، او مانچسټر کې نیول شوي، او پر دوی پر یوه ځانګړي ځای د حملې لپاره د دسیسې جوړولو شک دی.

پولیسو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې څلور تنه ‌یې د ایران اتباع دي او عمرونه ‌یې د ۲۹ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي. د پنځم کس عمر او تابعیت تر اوسه تر څېړنې لاندې دي.

د لندن د متروپولټن پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، دومینیک مورفي، ویلي: «تحقیقات لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي، او موږ د مختلفو احتمالي لارو پلټنه کوو، څو معلومه کړو چې آیا دا موضوع د خلکو لپاره نور احتمالي خطر هم لري که نه.»

مورفي زیاتوي چې د امنیتي دلایلو له امله، اوس مهال نور معلومات نه‌ شي شریکولای.

تر دې دمه د موضوع په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، او ایراني چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

اسراییل خپل لسګونو زره احتیاطي ځواکونه وروبلل

د اسراییل پوځ، په غزې تړانګه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراخولو په درشل کې، د لسګونو زره احتیاطي ځواکونو د رابللو امر کړی دی.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د دې لپاره رابلل شوي چې د اسراییل دننه او لوېدیځې غاړې فعال سرتېري بدل کړل شي، څو د غزې جبهې ته د هغوی د استولو زمینه برابره شي.

که څه هم د اسراییلي پوځ ویاند دغه راپورونه نه دي تایید یا رد کړي، خو د فرانس پریس خبري آژانس ځینو خبریالانو ویلي چې د هغوی خپلوانو ته د بلنې احضاریې رسېدلي دي.

د اسراییل دولتي رسنۍ (کان) هم راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ به د اسراییل امنیتي کابینه غونډه وکړي، څو د غزې د عملیاتو د پراخولو طرحه تصویب کړي.

د اسراییل پراخ عملیات د مارچ پر ۱۸مه (د کب ۲۸مه) بېرته پیل شوي، دا په داسې حال کې چې د دوه میاشتنۍ اوربند د تمدید هڅې، چې له جنورۍ راهیسې نافذ وو، له خنډ سره مخامخ شوي دي. یاد اوربند د قطر، متحدوایالتونو او مصر په منځګړیتوب رامنځته شوی و، خو په وروستیو اوونیو کې خبرې اترې تقریباً درېدلې دي.

برتانیا کې د ترهګریزو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي، چې څلور ایرانیان هم پکې شامل دي

د میټروپولیټن پولیسو ودانۍ
د میټروپولیټن پولیسو ودانۍ

برتانیا کې د ترهګریزو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي، چې څلور ایرانیان هم پکې شامل دي.

برتانیا کې د ترهګریزو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي، چې څلور ایرانیان هم پکې شامل دي.

د بریتانیا پولیسو د یکشنبې په ورځ، د مې په ۴مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا نیونې په لندن، سوینډن ، او د منچسټر په لویه سیمه کې ترسره شوې دي او د یوه ځانګړي ځای د هدف ګرځولو یوې مشکوکې دسیسې سره تړاو لري.

د بریتانیا د پولیسو په وینا، دا سړي د ۲۹ او ۴۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري او دترهګریزې حملې د چمتووالي په شک نیول شوي دي او لا هم تر توقیف لاندې دي.

پولیسو دا هم زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې د یوه کس تابعیت لا هم تر څېړنې لاندې دی.

د متروپولیتن پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، ډومینیک مورفي، ویلي چې څېړنې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي، او دوی د بېلابېلو احتمالي لارو د څېړلو هڅه کوي، څو د پېښې تر شا هر ډول احتمالي انګېزه روښانه کړي او دا هم معلومه کړي چې آیا له دې قضیې سره تړاو لرونکی کوم بل خطر د عامو خلکو لپاره شته که نه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG