خبرونه
په افغانستان کې د خبریالانو سره تشدد شل په سلو کې زیات شوی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي چې د روان میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې د خبریالانو لپاره خورا خونړۍ وې.
د روان کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د ازادي راډیو د دریو خبریالانو سباوون کاکړ، عباداله حنانزي او فرشتې محرم درانۍ په ګډون یولس خبریالان وژل شوې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې یوه مسوول صدیق اله توحیدي پرون په مزارشریف کې وویل چې روان کال د تیرکال شپږو میاشتو په پرتله له خبریالانو سره تشدد شل په سلو کې زیات شوی:
« د خبریالانو وژل او په مرګ د هغوی ګواښل د ترهګرو ډلو له لورې په ځانګړي ډول د داعش او طالبانو له خوا شوې دي. د حکومت او امنیتي ادارو مربوط کسان په دوهمه کچه کې راځي دوی د زورزیاتي او ګواښ د شپږ دیرش قضیو مسووله دي. دا تهدید وهل ډبول ، لفظي ګواښ او داسې نور موارد دي»
داسې اندیښنې شته چې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو له رانژدې کیدو سره ښایي زورواکي په ولایتونو کې نور هم پر خبریالانو فشار زیات کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د غزې خان یونس د کډوالو پر کمپ برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي

د غزې ملکي دفاعي ادارې نن( د مې دریمه) وویل چې د خان یونس د کډوالو په کمپ باندې د شپې د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول چې درې پکې یو کلن ماشومان وو.
فرانس پریس اژانس د غزې د ملکي دفاعي ادارې د ویاند محمود بصال په وینا راپور ورکړ چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په کمپ کې د شپې درې بجو خواته بمباري وشوه چې یولس کسان پکې ووژل شول.
بصال زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو اته تنه پېژندل شوي او ټول د یوې کورنۍ څخه وو.
د اسرییل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اسراییل د مارچ په ۱۸مه په غزه کې خپل پوځي عملیات د حماس پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د دوه میاشتني اوربند وروسته بیا پیل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني وسله والې ډلې د برید له امله دا جګړه پیل شوې وه.
د جمعې په ورځ په غزه کې ملکي دفاعي ادارې وویل چې د اسراییلو بریدونو په جګړه ځپلې سیمه کې لږترلږه ۴۲ کسان وژلي، چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسراییلو لخوا په بشپړه توګه محاصره شوې ده.
اسراییل وايي چې د بندیز موخه دا ده چې پر وسله والو فشار راوړل شي چې د فلسطین په خاوره کې نیول شوي یرغمل خوشې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارو له اسراییلو څخه غوښتي چې بندیزونه لرې کړي، او ویلي یې دي چې د غزې خلک د بشري ناورین او د قحطۍ خبرداری سره مخ دي.
بنېټ له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان خوشې کړي

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي له طالبانو غوښتي چې ټول هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دې خوشي کړي چې د دې ډلې له لوري نیول شوي دي.
ریچارډ بېنېټ، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، دا غوښتنه نن د شنبې په ورځ (د ثور ۱۳مه) د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ایکس شبکه خپره کړې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، له هغه وخته چې طالبان نژدې څلور کاله مخکې بیا واک ته رسېدلي، افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له سخت سانسور سره مخامخ دي.
بېنېټ دا هم ویلي چې ښځینه خبریالانې تر نارینه خبریالانو لا ډېر محدودیتونه زغمي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر "یوناما" د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان خبریالان له نیول کېدو، شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره لاس او ګریوان دي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا له قوله راغلي چې یو متنوع او سالم رسنیز سکتور د شفافیت، ولسي باور او ښې حکومتدارۍ لپاره مهم دی، خو نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د آزادو او خپلواکو رسنیو د ورو ورو له منځه تلو شاهدان دي.
طالبانو پخوا ویلي چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو آزادۍ ته ژمن دي.
میدان وردګو کې ترافیکې پېښې لږ تر لږه اووه کسان وژلي

په میدانوردګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت امنیه قومانداني کورنیو رسنیو ته ویلي ، چې د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې د درېیو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.
امنیه قومانداني لیکلي چې د پېښې ټپیان د سیداباد ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.
هند له پاکستان څخه هر ډول واردات بند کړل

هند نن له پاکستانه واردات بند کړل. دا وروسته تر دې چې د اپریل په دوه ویشتمه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول او هند تور پورې کړ چې په دې پیښه کې پاکستان لاس لري. پاکستان دا تور رد کړی دی.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د هند د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیز به سمدلاسه نافذ شي.
د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پهلګام تر پیښې وروسته اړیکي دومره ترینګلې شوې دي چې پاکستان ویلي، معتبر استخباراتي اطلاعات لري چې هند به پر پاکستان برید وکړي. تر دې پیښې وروسته هند ویلي دي چې له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کوي او پاکستان خبرداری ورکړی دی چې دا اقدام د جګړې په معنا دی.
امریکا د اوکراین لپاره د اف- ۱۶ جټ الوتکو پیلوټان روزي او تجهیزات ورته برابروي

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هغه معامله تایید کړه چې له مخې یې متحدایالات اوکراین ته د مخکې ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي الوتکو پیلوټان روزي او پرزې او تجهیزات ورته برابروي.
د بهرنیوچارو وزارت پرون (د مې ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې کانګرس ته یې د څه باندې ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې معاملې په اړه خبر ورکړی دی.
اوکراین د ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې د پخواني ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه اف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړې وې او د دې هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې جنګي جټ الوتکې یې ترلاسه کړې دي خو د شمېر یادونه یې ونه کړه.
متحدایالات دا اعلان وروسته له هغه کوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ د بایډن د ادارې له خوا کییف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي او مالي مرستو پر ورکړه کلک انتقادونه کړي دي.
پاکستان له هند سره په کړکېچ کې له عربي هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي

پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستۍ حملې پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه. د راپور له مخې ښاغلي شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې نېټې د حملې په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.
په دې حمله کې ۲۶ کسان چې اکثر هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې هند په نژدې راتلونکي کې پر پاکستان د برید پلان لري.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو د چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې هغوی وهڅول چې د کشمیر له حملې وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله ایز ډول حل کړي.
روسیه وايي چمتو ده د داعش ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره مرسته وکړي. د ښاغلي کابلوف اشاره د داعش ډلې خراسان څانګې ته وه.
کابلوف چې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر هم پاتې شوی له ریا دولتي خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې داعش د مسکو او کابل ګډ دښمن دی. هغه زیاته کړه چې روسیه د داعش د خراسان څانګې پرضد په مبارزه کې د طالبانو د حکومت د مبارزې ستاینه کوي. کابلوف څرګنده کړه چې روسیه به له ځانګړو لارو چارو د طالبانو له چارواکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم تېر کال ویلي و، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د تروریزم پرضد مبارزه کې د روسیې متحد دی.
د نړۍ هېڅ هېواد هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو روسیې د کابل رسمیت پېژندنې ته د نژدې کېدو په ترڅ کې تېره میاشت طالبان رسما د تروریستي ډلو له فهرست څخه وایست.
کابلوف په دې مرکه کې دا یادونه هم وکړه چې مسکو او کابل په بېلابېلو برخو کې د خپلو اړیکو په ښه کولو بوخت دي او زیاته یې کړه چې روسیې طالبانو ته دا وړاندیز کړی دی چې مسکو ته خپل سفیر واستوي او د طالبانو ځواب ته په تمه ده.
د موسیقۍ ګروپR.E.M، د ازادې اروپا په نوم سندره بیا نشر کړه

په ۱۹۸۱ کال کې د "ازادې اروپا راډيو" په نوم سندرې له خپریدو سره د بدیل راک ډله R.E.M نړۍ ته معرفي شوه.
په دې کار سره دغې د موسیقۍ ډلې نړۍ ته د ازادې اروپا راډیو کار یو ځل بیا ورپیاد کړ چې په هغو هیوادونو کې خپرونې کوي چې رسنۍ پکې تر تهدید لاندې دي یا محدودې دي.
د می په ۳ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې او د ازادې اروپا راډیو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې خپله سندره به بیا نشر کړي.
اسراییل دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی دی

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.
تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسلهوالو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.
د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»
د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.
ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ د زیان لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له رامنځته شویو شرایطو سره د مبارزې لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
دا خبره د ملګرو ملتونو ویاند سټیفتن دوجاریک پرون (پنحشنبې) وکړه.
د سرمنشي ویاند، وویل: «دا نوې بودجه هم لومړنۍ او هم تر ټولو لویه ګډه مرسته ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوونکو اقداماتو ملاتړ کوي.»
په دې پیسو کې ۶.۶ میلیون ډالره د عاجلو مرستو د مرکزي صندوق (CERF) له خوا او ۱۰ میلیون ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکول کېږي.
د دوجاریک په وینا، دا بودجه به د وچکالۍ تر شدت وړاندې د نغدو پیسو او مادي مرستو له لارې د خوړو امنیت، کرنې او مالداري، اوبو، حفظالصحې، روغتیا، تغذیې او ساتنې په برخو کې خلکو ته ورکړل شي.
هغه د وضعیت پر بیړنی وباله ویې ویل: «که موږ سمه ساینسي پوهه او معلومات ولرو، نو کولی شو ژر اقدام وکړو، ډېر خلک وژغورو، او محدودې سرچینې په اغېزمن ډول وکاروو—په ځانګړي ډول اوس چې د تمویل له سخت کمښت سره مخامخ یوو، او دې کمښت د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی دی.»
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال سرمنشي، تام فلیچر، افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغه په کابل کې له بشري مرستندویو شریکانو، لکه غیردولتي مؤسسو، د ښځو په مشرۍ بنسټونو او د مدني ټولنې له استازو سره ولیدل.