خبرونه
بیلاروس کې پولیسو لسګونه لاریون کوونکي نیولي

په بیلاروس کې پرون د سېپټېمبر په ۵مه لسګونه محصلان چې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم پر ضد یې لاریون کړی و، پولیسو نیولي دي.
لاریونونه د بیلاروس په پلازمېنه مېنسک کې وه.
یو لاریون د مېنسک د ژبو د زده کړې د دولتي پوهنتون محصلانو او بله د ښځو د حقونو د ملاتړ ډلې کړې وه.
هغوي ټول چې شمېر یې زرګونه بلل شوې، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې دالکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکل کېدو سره د مخالفت څرګندولو لپاره د مېنسک ښار لارو او سرکونوته راوتلي وو.
محصلانو سره او سپین بیرغونه چې د لوکاشینکا د رژیم د مخالفانو په سمبول بدل شوی، لېږدول.
په بیلاروس کې د اګسټ په نهمه د ولسمشرۍ ټاکنې وې خو خلک له هغه راهیسې لاریونونه کوي او وايي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
یو شمېر خبري رسنیو پرون وویل چې امنیتي ځواکونو لاریون کوونکي له لارو راګرځول او په موټرو کې یې اچول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتنیاهو: له راکټي برید وروسته به حوثیان او د هغوی ملاتړي مسؤل وګڼل شي

د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو د راکټي برید وروسته، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې حوثیان او د هغوی ملاتړي به مسؤل وګڼل شي.
د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو د راکټي برید وروسته، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې حوثیان او د هغوی ملاتړي به مسؤل وګڼل شي.
په عین حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حوثیانو دا اقدام خپلواکه پریکړه او د فلسطینیانو سره د دوی د "یووالي احساس" پایله وبلله.
د یکشنبې په ورځ د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو لخوا د توغول شوي توغندي په پایله کې اته کسان ټپیان شول.
د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست، او ادعا یې وکړه چې دوی دا کار په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.
یو ان اف پی ای: قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.
د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه، د غویي ۱۶مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په بحراني حالتو کې د روغتیايي پاملرنې ځانګړې اړتیا، په تېره د امیندوارۍ او زیږون پر مهال، بنسټیزه ده، او دا قابلهګانې دي چې د دغو خدمتونو په وړاندې کولو سره د ډېرو خلکو ژوند ژغوري.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق تر دې مخکې هم ویلي وو، چې افغانستان د میندو او نوې زیږېدلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره له ۱۸ زرو څخه ډېرې قابلهګانو ته اړتیا لري، خو د نجونو د زدهکړو بندیز او د صحي انسټیټوټونو تړل کېدو په دې برخه کې سخت کمښت رامنځته کړی دی.
د قابلهګانو نړېواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال د قوس په میاشت کې په افغانستان کې د نیمه عالي انسټیټوټونو کې د قابلګۍ په برخه کې زدهکړې منع کړې. دغه پرېکړه د نړېوالو ادارو سخت غبرګون راپارولی او دا یې د افغان ښځو پر روغتیا یو سخت ګوزار بللی دی.
د طالبانو یو پلاوی د نشه يي موادو پرضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی

د کورنیوچارو وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د دې وزارت یو پلاوی له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی دی.
دې معینیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې د معین ملا عبدالحق آخوند همکار په مشرۍ پلاوی به د دې سفر پرمهال له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول لپاره د ګډو هڅو پر اساس د نظر تبادله وکړي او د همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.
طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د له منځه وړلو ژمنه کړې خو په عین حال کې د ملګروملتونو ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته.
د ملګروملتونو د مخدروموادو پرضد د مبارزې ادارې په تېره کب میاشت کې وویل، دا ستراتیژي باید قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي.
د برتانیا پولیسو د اوو ایرانیانو په ګډون اته کسان د تروریزم په اړوندو تورونو نیولي دي

د برتانیا د تروریزم پرضد د مبارزې پولیسو پرون (د مې ۴مه) اته کسان چې اوه یې ایراني وګړي دي، د تروریزم په دوو جلا پېښو کې ونیول.
چارواکي غواړي په عین حال کې دا خبره هم روښانه کړي چې آیا د تورنو کسانو اقدامات د خلکو امنیت ته ګواښ پېښوي کنه.
د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر پرون خبریالانو وویل چې دا دوه جلا عملیات د تروریزم پرضد د تېرو څو کلونو له خورا مهمو اقداماتو څخه دي. د دې دوو عملیاتو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.
د لندن ښاري پولیسو پرون د څلورو ایراني وګړو په ګډون د پنځو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې تورنو کسانو په یوه نامعلوم ځای کې د حملې پلان درلود. د پنځم کس د هویت د معلومولو هڅې هم روانې دي.
همداراز درې نور ایراني وګړي چې عمرونه یې د ۳۹ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي، پرون په لندن کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. په لندن کې د ایران سفارت د دې کسانو د نیول کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
روسیې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې د منځګړتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف پرون له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره په ټلفوني خبرو کې په کشمیر کې د وروستي برید پرسر د نوې ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز وکړ.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پرون پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د لاوروف او ډار په خبرو کې دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
د بیان له مخې په دې خبرو کې ټینګار وشو چې روسیه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې له تروریستي حملې وروسته، له سیاسي لارې د دې کړکېچ د حل لپاره منځګړتوب ته چمتو ده.
ښاغلي لاوروف دوه ورځې مخکې د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر سره په ټلفوني خبرو کې هم د سیاسي حل لارې غوښتنه کړې وه.
د اپریل په ۲۲مه یوې وسله والې ډلې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ډزې وکړې او ۲۶ کسان یې چې ډېری هندوان وو، ووژل.
UNHCR وايي، خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د غويي ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
یو ان ایچ سي آر له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان مخ په زیاتېدو بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي. د ملګروملتونو دې ادارې د اپریل په ۲۹ مه په یوه بیان کې وویل چې سلګونه زره افغانان په جبر سره د خطر په لور استول کیږي.
م.م برازیل ته د څو افغان کورنیو د رسیدو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ برازیل ته د افغان کډوالو د لومړنیو کورنیو د تګ هرکلی وکړ.
د ملګروملتو د دې ادارې په نوښت په لومړي وار د«ټولنیز ملاتړ پروګرام» له لارې د لاتینې امریکا په دې هیواد کې یو شمېر افغانان د کډوالو په توګه ومنل شول.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ افغانان له پاکستانه د برازیل ساوپالو ښار ته ورسېدل.
د دوی د هرکلي او ټولنیز ادغام چارې د «پناهځای» په نوم د یوې مدني ټولنې له خوا پر مخ وړل کېږي. دا اداره د برازیل حکومت له خوا ټاکل شوې چې د کډوالو په سرپرستۍ او د ادغام په پروسه کې یې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده چې پناهځای به په روان ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۰ کسان ومني.
الکوزی: هند او پاکستان د افغان سوداګرو د سلګونو کانتینره سوداګري مال مخه نیولې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، لا هم پاکستان او هند د افغان سوداګرو د مالونو مخه نیولې ده.
ده ازادي راډیو ته وویل چې په تجارتي مال بار سلګونه کانتینره په کراچۍ، تورخم او سپین بولدک او همداراز واګه بندرونو کې درول شوي:
«۱۵۰ لارۍ چې وچه مېوه او تازه سبزي پکې ده او باید د پاکستان له لارې واګې ته داخلې شوې وای، متاسفانه اول پاکستان درولې وې اوس هند اجازه نه ورکوي. پر دې سربېره زموږ یو نیم زر کانتینر چې د هند مالونه پکې بار دي او کراچۍ ته رارسیدلي، هلته ولاړ دي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي دغه غړي له هند او پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو کانتینرونو ته اجازه ورکړي چې خپل مال تر منرله وروسوي.
سیلونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند اخیستی

د بدخشان په بهارک ولسوالي کې د سیلو له کبله ۵ تنه مړه شوي دي.
په بهارک او همداراز جرم ولسوالیو کې سیلونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.
په بدخشان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري نن وویل چې سیل په بهارک ولسوالي کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.
تر ده مخکې په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پيښو امر محمد کامګار ویلي و چې د جمعې د ورځې سیلونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.
د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې دي چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمیر کسانو رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه او باغونه ویجاړ شوې دي او ګڼ کورونه هم سیلونو وړې دي.
د راپورونو له مخې دغو سیلونو د فیض اباد-بهارک پر لویه لار یو شمیر موټر هم وړې دي.
د بریتانیا پولیسو ۵ تنه بهرنیان د ترهګرۍ د دسیسې په تور نیولي

د بریتانیا پولیسو اعلان کړی چې د څلورو ایرانیانو په شمول یې پنځه تنه د ترهګرۍ په تور نیولي دي.
د لندن ښار پولیسو د یکشنبې په سهار (د غویي ۱۴مه) په یوه بیان کې ویلي چې دغه کسان په لندن، سویندون، او مانچسټر کې نیول شوي، او پر دوی پر یوه ځانګړي ځای د حملې لپاره د دسیسې جوړولو شک دی.
پولیسو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې څلور تنه یې د ایران اتباع دي او عمرونه یې د ۲۹ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي. د پنځم کس عمر او تابعیت تر اوسه تر څېړنې لاندې دي.
د لندن د متروپولټن پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، دومینیک مورفي، ویلي: «تحقیقات لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي، او موږ د مختلفو احتمالي لارو پلټنه کوو، څو معلومه کړو چې آیا دا موضوع د خلکو لپاره نور احتمالي خطر هم لري که نه.»
مورفي زیاتوي چې د امنیتي دلایلو له امله، اوس مهال نور معلومات نه شي شریکولای.
تر دې دمه د موضوع په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، او ایراني چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.