خبرونه
څلور ستورمزلي له نړيوال فضايي تمځای بېرته ځمکې ته روان دي

دوه امریکايي، یو روسی او یو جاپانی ستورمزلي په فضا کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته پرون له نړیوال فضايي تمځي بېرته ځمکې ته روان شول.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي، دغه ستورمزلي نن یکشنبه ناوخته د فلوریډا ایالت په سواحلو کې ځمکې ته رسېږي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې، ځمکې ته د دغو ستورمزلو ستنېدل د هوا د خرابوالي له کبله څو وارې وځنډېدل.
پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې د ناسا او د روسیې د یوه شرکت لهخوا د امریکا له خاورې فضا ته ولېږل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسپانیا کې د اګست میاشتې ګرمه څپه بې سارې بلل شوې

د اسپانیا د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي چې په اګست میاشت کې د ګرمۍ ۱۶ ورځنۍ څپه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شدیده وه.
د ګرمۍ دغې څپې چې د اګست له ۳ تر ۱۸ مې پورې دوام وکړ، د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې د ګرمۍ ریکارډ مات کړ.
د اګست میاشتې له دې ګرمې څپې سره د اسپانیا په شمال او لویدیځ کې وچکالي او اورلګیدنه رامنځته شوه او د کارلوس په نوم یوه روغتیایي بنسټ ویلي، څه باندې ۱۱ سوه مرګونه له دې ګرمۍ سره تړلي وو.
له ۱۹۷۵ کال راهیسې په اسپانیا کې د ګرمۍ ۷۷ څپې ثبت شوي چې تر ټولو پنځه شدیدې هغه یې له ۲۰۱۹ کال تراوسه ثبت شوې دي.
کارپوهان د دې څپو لامل اقلیمي بدلون ښيي.
اروپایي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
په کابل کې د دغې ټولنې دفتر پرون یکشنبه ( د سنبلې ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اندازه پیسې به د یونسف له لارې د اړمنو افغان ماشومانو په ځانګړې توګه هغوی په ژوند ولګول شي چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپایي ټولنې دا مرسته په دریو کلونو کې د افغان ماشومانو پر تعلیم، روغتیا، تغذیې او د ژوند په نورو لارو چارو لګول کیږي.
اروپایي ټولنې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې.
د نړیوالو له دغو مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې نیمایي وګړي يې بشري مرستو ته اړتیا لري.
روسي چارواکو ویلي، اوکراین کورسک سیمه کې د دوی پر اټومي تاسیساتو برید کړی

مسکو ویلي چې اوکراین په کورسک سیمه کې د روسیې پر اټومي تاسیساتو برید کړی دی.
روسیې پرون یکشنبه پر اوکراین دغه تور داسې مهال ولګوه چې اوکراین له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ۳۴مه کلیزه لمانځله.
روسي چارواکو ویلي، د برید له کبله په اټومي تاسیساتو کې اورلګیدنه رامنځته شوې چې د اور مړه کیدو ته سملاسي اقدام شوی او کوم زیان یا مرګ ژوبله نه ده راپور شوې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ویلي چې د کورسک سیمې اټومي تاسیساتو کې یې د یوه ټرانسفرمر د اورلګیدلو راپور ترلاسه کړی دی.
دغې ادارې ویلي، جګړه ییزو فعالیتونو کې باید اټومي تاسیسات خوندي وساتل شي.
اوکراین سملاسي د روسیې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پر غزې د اسراییل د برید دوام، پرون یکشنبه ۴۲ تنه وژل شوي دي

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې پرون یکشنبه ( د سنبلې ۲مه) لږ ترلږه ۴۲ فلسطینیان د اسراییلو په برید کې ووژل شول.
فرانس پریس د دغې ادارې د ویاند محمد باسل په حواله ویلي چې اسراییلي ځواکونو د الصبره په ګډون د غزې شاوخوا سیمې بمبار کړي او عملیات یې د پراخېدو په حال کې دي.
اسراییلي پوځ سملاسي د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دفاع وزیر خبرداری ورکړی و چې د فلسطیني وسله والو جرړې به وباسي.
د الصبره یوه اوسیدونکي ابراهیم الشورفه ویلي " هره شیبه او هره ورځ بمبار وي، شهادت، مرګ او وینه تویول دوام لري، مونږ نور زغم نه لرو. نه پوهیږو چیرته ولاړ شو، هر ځای مو مرګ تعقیبوي."
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د جګړې له پيله تراوسه ۶۲ زره او ۶۸۶ فلسطینان په غزه کې وژل شوي دي، خپلواکو سرچینو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
له څلور کلن ځنډ وروسته د افغان متقاعدینو د معاشونو ورکړه، ځانګړې محکمه یې باید تثبیت کړي

د طالبانو د مالیې وزارت له څلورکلن ځنډ وروسته متقاعدینو ته د هغوی د حقونو د ورکړې اعلان کړی دی.
دغه وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په لومړي ګام کې به د نهو تثبیت شویو ادارو او وزارتونو متقاعدین د ځانګړې شوې محکمې د بهیر له بشپړولو وروسته خپلې پیسې واخلي.
دغه نهه تثبیت شوې ادارې د ستندرد ملي اداره، له پيښو سره د مبارزې اداره، د بدني روزنې او سپورت ریاست، د شهیدانو او معلوانو وزارت، د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د چاپیریال ساتنې اداره، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت یاد شوي دي.
دوی ویلي چې د نورو ادارو او وزارتونو مهالویش به د لومړۍ پړاو له بشپړیدو وروسته د وږي یا سنبلې په ۲۵مه اعلان شي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اوسنیو دولتي مامورانو له معاشونو د تقاعد پیسې نه اخلي، خو د پخوانیو متقاعدینو په اړه یې وویل چې د ځانګړې محکمې له بهیر وروسته به یې اجرا کړي.
بنګله دیش او پاکستان سره سلا شول چې اړیکې ورغوي

بنګله دیش او پاکستان، چې یو وخت په ۱۹۷۱ کال کې له جلا کېدو وروسته یې سخته دښمني سره درلوده ، د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې خپلمینځي اړیکې چې د اوږدې مودې راهیسې کړکېچنې وې ورغوي او سوداګري زیاته کړي.
خو بنګله دیش دا هم وویل چې یوه مهمه مسئله چې پاکستان باید د جګړې پر مهال د شویوظلمونو څخه بخښنه وغواړي لاینحل پاته ده .
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې په تیرو دیارلسو کلونو کې لومړی پاکستانی لوړ رتبه چارواکی دی چې دبنګله دیش لیدنه کوي وویل چې ددواړو هیوادونو د ولسونو د خیرښینګڼې لپاره ساحه او امکانات پراخ دي.
د پاکستان پوځ د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال په پراخو ظلمونو تورن شوی.
په دغه جنګ کې سلګونه زره کسان او د بنګله دیش د اټکل سره سم ملیونونه کسان ووژل شول.
په ډاکه کې ډیری کسان لاهم د اسلام آباد څخه غواړي چې د وژنو څخه بخښنه وغواړي.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین وویل چې د بخښنې مسئله حل نه شوه، خو په دې سلا وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې پیاوړې کړي .
د تجارتي او اقتصادي اړیکو د تعمیق او همدارنګه د کلتوري تبادلو د زیاتولو لپاره تړونونه لاسلیک شول.
راشد خان د اسیا د جام په لوبو کې دافغانستان د ټیم مشري کوي

راشد خان به راتلونکې میاشت د اسیا د شل اوریزو لوبو جام کې د افغانستان د ټیم چې ځواکمن سپنران لري مشري وکړي.
د دغه ټورنمنټ لپاره د ټیم په تشکیل کې چې د یکشنبې ورځ په اعلان شو نوی سپنر الله محمد غضنفر هم شامل دی.
د کپټان راشد خان ترڅنګ تجربه لرونکي سپنران ، محمد نبي ، نور احمد او مجیب الرحمن هم دافغانستان ټیم ته ځواک او تجربه بښي.
فضل الحق فاروقي ، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او ګلبدین نایب د افغانستان په لوبډله کې د تیز بالینګ څلور انتخابونه دي.
ابراهیم ځدراڼ ، رحمن الله ګربز ، صدیق الله اتل او کریم جنت دافغانستان بیټنګ لاین پیاوړی کوي.
افغانستان په B ګروپ کې له بنګله دیش ، هانګ کانک او سیریلانکا سره دی.
هند، پاکستان ، عمان او کوربه هیواد متحد عربي امارات په A ګروپ دي.
د آسیا جام لوبې د سپتمبر له ۹ تر ۲۸ پورې په متحدو عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
افغانستان د جام تر لوبو مخکې ، پاکستان ، او عربي اماراتو سره درې اړخیزې لوبې کوي چې د راتلونکې جمعې په ورځ په شارجه کې پیلیږي.
د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل

د افغانستان په یوولسو ختیځو ،شمال ختیځو او جنوبي ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو اټکل شوی دی.
د طالبانو ترواک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د معلوماتو له مخې په نورستان ، کنر، لغمان، کاپیسا، ننګرهار ، لوګر ، خوست، پکتیا ، پکتیکا ، غزني او میدان وردک ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو د احتمال اټکل شوی دی.
په ځینو یادو ولایتونو کې د تیرې اونۍ بارانونو او سیلابونو له امله ۴ کسه مړه او لسګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شول.
دغه راز چارواکو د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو د ویجاړي خبر ورکړ او وویل چې په مجموع کې ۳۵۳ کورنۍ اغیزمنې شوې دي.
پاسپورټ ریاست درې ډلې کسانو ته د دغه سند ورکړه ودروله

د طالبانو د پاسپورت ریاست اعلان کړی چې له دې وروسته درې ډلې کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي.
دغه ریاست پرون شنبه یوه خبرپاڼه کې دغه ډله کسان جزایي قضیه درلودونکي، بې سرپرسته ماشومان او ممنوع الخروج شوي افغانان یاد کړل.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاسپورت ته د خلکو غوښتنه زیاته شوې او د پاسپورټ ویش له لومړي سره له ډیرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وو.
له افغانستانه بهر بیا له څو محدودو قونسلګریو پرته په نورو کې لا هم نوي پاسپورټونه نه ویشل کیږي او افغانان د اړتیا لپاره خپل پخواني هغه د سټیکر په لګولو تمدیدوي.
د افغانستان پاسپورت د ۲۰۲۵ کال په ډلبندي کې له عراق او سوریې وروسته په نړۍ کې دریم کم اعتباره پاسپورټ دی.
د شمالي او جنوبي کوریا پر پوله نانندرۍ، شمالي کوریا د هوایي دفاع دوه توغندي و ازمایل

شمالي کوریا نن یکشنبه د هوایي دفاع دوه نوي توغندي و ازمایل.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا ازموینه داسې مهال ترسره شوې چې د شمالي کوریا چارواکي جنوبي کوریا تورنوي چې پر پوله یې نانندرۍ زیاتې کړې دي.
د جنوبي کوریا پوځ پرون وویل، دوی وروسته تر هغه پر پوله اخطاریه ډزې وکړې چې په وینا یې د شمالي کوریا پوله ساتي پر لانجمنې پولې د لنډې مودې لپاره ور اوښتي وو.
د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس ( (KCNA راپور ورکړی چې ننني ازمایل شوي توغندي د جګړې عالي وړتیا لري، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
شمالي کوریا سیمه کې د روسیې، چین او نورو ختیځو قدرتونو متحده ده، خو جنوبي کوریا بیا د متحده ایالتونو او لویدیځ ملاتړ له ځان سره لري.