د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

نړۍ

د اضافه ماليې لګولو له امله د پاکستان او چين ترمنځ پوله تړل شوې

د چين او پاکستان ترمنځ پوله
د چين او پاکستان ترمنځ پوله

د اضافي مالیو پر خلاف د سوداګرو له‌خوا د څو اوونیو احتجاجونه، د پاکستان او چین ترمنځ د سرحد د تړل کېدو سبب شوي دي.

له‌دې سره پر دغه سرحد تګ راتګ او تجارت ځنډول شوی او محلي یا نړیوال ګرځندویان یې اړ کړي، پر دغه سیمه چې ارتفاع یې ۴۶۰۰ مترو ته رسېږي بند پاتې شي.

په دغو ګرځندویانو کې بریتانویان، هسپانویان او فرانسویان شامل دي.

سوداګرو د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې خلاف احتجاج پیل کړی، چې د چین پر وارداتي مالونو یې اضافه مالیه لګولې ده.

د پاکستان په شمال کې د ګلګت بلتستان سیمې سوداګرو خپل احتجاجونه تېره میاشت پیل کړل او پر سرحد یې د تجارتي لاریو او د مسافرو د موټرو د تګ راتګ مخه ونیوله.

یوه محلي چارواکي عمران علي ویلي، له دې سره په سلګونو لارۍ چې تجارتي مالونه په کې بار دي، په دواړو لوریو کې بند پاتې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

والټ ډیزني شرکت په ابوظبي کې تیم پارک جوړوي

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د والټ ډیزني شرکت ویلي چې غواړي د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د سیمه ایزې پراختیا میرال ګروپ سره په ګډه د ډیزني پارک جوړ کړي.

دا موافقه د ډیزني د تیم پارک جوړولو لومړۍ لویه پروژه ده چې په نژدې یوه لسیزه او په منځني ختیځ کې لومړۍ ده.

دا تفریحي کمپلیکس به، چې په ساحل کې موقعیت لري، په یاس ټاپو کې جوړ شي. د سیلانیانو لپاره یو مشهور ځای چې د ډیری کورنیو جاذبو کوربه دی، یاس واټر پارک نومیږي.

د ابوظبي ښار شاوخوا ۲.۵ میلیونه نفوس لري، خو د میرال په وینا، یاس ټاپو په ۲۰۲۳ کال کې له ۳۴ میلیونه څخه ډیر لیدونکي ثبت کړي، چې د تیر کال په پرتله ۳۸٪ زیاتوالی ښيي.

د پاکستان ستره محکمه: په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه قانوني ده

د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ- عکس ارشیف
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ- عکس ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي حکم کې پریکړه وکړه چې په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو محاکمه کول قانوني ده، او خپله هغه پرېکړه یې لغوه کړه چې دا کار يې د اساسي قانون پر خلاف بللی و.

دا پریکړه د پخوانۍ پریکړې پر وړاندې د پاکستان د دفاع وزارت تر اعتراض وروسته صادره شوه.

په ۲۰۲۳ کال کې د پخواني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه په ملاتړ د رامنځته شوې ناکرارۍ په جریان کې، تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي په پوځي محکمو کې محاکمه شول. له دغو کسانو ځینې یې تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د حکومت په وینا، د هغو لاریونونو په جریان کې د پاکستان په څلورو ولایتونو کې پر ۳۹ پوځي تاسیساتو بریدونه شوي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند په ځواب کې وویل: "مارشل لا د وسله والو ځواکونو ترمنځ د نظم ساتلو لپاره طراحي شوې وه او هیڅکله پر ملکي وګړو د عملي کولو لپاره نه وه."

عمران خان لا هم د فساد په تور په زندان کې دی.

د موافقې له مخې به امریکا او حوثیان یو بل نه په نښه کوي

ایران پر یمن د امریکا د بریدونو د بندیدو هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون دا دریځ وروسته له هغه اعلان کړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به د یمن پر حوثي یاغیانو بمباري پای ته ورسوي.

ټرمپ ویلي دي چې د یمن حوثیانو موافقه کړې ده چې په منځني ختیځ کې مهمو بار وړونکو لاریو ته د خنډونو مخه نیسي.

د عمان په منځګړیتوب د تړون له مخې به نه امریکا او نه هم حوثیان یو بل په نښه کوي؛ پدې کې په سره سمندر او باب المندب تنګي کې امریکایي بیړۍ شاملې دي.


روهیت شرما له ټیسټ لوبو تقاعد شو

د هند د کرکټ لوبډلې کپتان روهیت شرما د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اخلي، خو په ۵۰ اوریزو فارمیټ کې به لوبې ته دوام ورکړي.

روهیت په ۶۷ ټیسټ لوبو کې له ۴۳۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې.

روهیت، چې د ویرات کوهلي سره یوځای یې تیر کال په بارباډوس کې د هند د نړیوال جام تر ګټلو وروسته له شل اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه، په دې وروستیو کې یې په دوبۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په اتلولي ټرافي کې د لوبډلې مشري وکړه.

ټاکل شوې ده چې هند د له جون میاشتې تر جولای پورې په انګلستان کې پنځه ټیسټ لوبې وکړي او اوس د ټیسټ ټیم لپاره نوي کپتان ته اړتیا لري.

د پاکستان هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل شول

د هند له توغندويي بریدونو وروسته پاکستان ته ګډې وډې شوې الوتنې نن بیرته پیل شوې ۔

له برید وروسته د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ له هوايي ډګرونو الوتنې درول شوې وې خو د مې په اوومه بيا پیل شوې ۔

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ هوايي ډګرونه د اولوتکو تک راتګ ته چمتو شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د عملیاتي محدودیتونو په لړ کې هوایي حریم د ۴۸ ساعتونو لپاره ځنډول شوی و خو اوس په بشپړ ډول بېرته فعال شوی دی ۔

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت په کتو مسافر باید له خپلو اړوندو هوایي شرکتونو سره په تماس کې پاتې شي ځکه چې د الوتنې مهالویش او لارو په اړه وروستۍ پریکړه له هوایی شرکتونو سره ده ۔

بل خوا د پنجاب او اسلام آباد په روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی دی او د ټولو روغتونونو د کارکوونکو رخصتۍ لغوه شوې دي ۔

ډاکټرانو، نرسانو او نورو صحي پرسونل ته لارښوونه شوې چې په روغتونونو کې پاتې شي ۔

د پنجاب په ټولو ولسوالیو او ایالتي ادارو کې هم بیړنی حالت نافذ شوی دی. په پنجاب کې د تعلیمي ادارو د تړلو پریکړه هم شوې ده او نن ټولې دولتي او شخصي تعليمي ادارې بندې دي.


د هند بریدونو په پاکستان او پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې ۲۶ کسان وژلي

اسلام‌اباد وايي، د هند راکټي بریدونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۶ ولسي وګړي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف، ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دا برید "جګړه‌ییز اقدام" بللی او ویلي یې دي هېواد یې پوره حق لري چې "قوي ځواب" ورکړي.

هند نن چهارشنبه سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۹ ځایونه په نظامي بریدونو کې په نښه کړي دي.

دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د وسلوالو په یوه برید کې ۲۶ تنه سیلانیان ووژل شول.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وسله‌والو ځواکونو یې "د سندور عملیات" پیل کړي، او په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې یې د ترهګرۍ "زېربناوې" په نښه کړې دي.

د هند د پوځ د اعلامیې له مخې، له همدغو سیمو د هند پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړېدل او تنظیمېدل.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، د هند اقدامات دقیق، سنجول شوي، او په کې د پاکستان هېڅ نظامي تاسیسات په نښه شوي نه دي.

د سوریې موقت ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر سره ګوري

د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

الشرع، چې د "هیئت تحریر شام" اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د قوس په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی.

نوموړی تر دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د سوریې د اطلاعاتو وزارت یوه چارواکي ویلي چې احمد الشرع او امانویل مکرون به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي

عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) د یوه ماین چاودنې کې اووه پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ (BLA) غړو، د امنیتي ځواکونو پر کاروان د کور بمي چاودنه کړې. دا برید د کچي سیمې ترڅنګ د مچ ښارګوټي په شااوخوا کې شوی دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، هغه موټر چې په نښه شوی، د امنیتي عملیاتو لپاره د روان کاروان برخه و.

هغه زیاته کړې، د پېښې پنځه ټپیان د هلیکوپټر په وسیله د بلوچستان ایالت مرکز کوټې کې یوې روغتون ته انتقال شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ په نوم بلوڅ وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤولیت منلی دی.

فدریش مرڅ د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې صدراعظم شي

فریدریش مرڅ
فریدریش مرڅ

د جرمني د مسیحي دیموکرات اتحاد مشر فریدریش مرڅ، ونه توانېد چې د دې هېواد د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې د صدراعظم په توګه انتخاب شي.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، لومړی وار دی چې د جرمني د بریالي ګوند مشر ونه توانېد چې د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان له لومړي پړاو څخه بریالی ووځي.

د راپورونو له مخې، مرڅ د سې شنبې په ورځ، د غوايي په ۱۶مه، ونه توانېد چې د پارلمان په ۶۳۰ څوکیو کې لازم اکثریت، یعنې ۳۱۶ رایې ترلاسه کړي. ده شپږ رایې کمې ترلاسه کړې.

له دې امله چې رای ورکول پټ و، معلومه نه ده ـ او ښايي هیڅکله به هم معلومه نه شي ـ چې له ائتلاف څخه کوم غړي د دې محافظه‌کار مشر ملاتړ نه دی کړی.

لکه څنګه چې مرڅ او متحدان یې د جرمني د پارلمان (بوندستاګ) له تالاره ژر ووتل، اټکل کېږي چې دوی به د راتلونکو ګامونو د بحث لپاره وتلي وي.

د جرمني خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي چې مستعفي صدراعظم اولاف شولڅ که څه هم د دوشنبې په ماښام د صدراعظمۍ له چوکۍ د رسمي رخصت په مراسمو کې برخه اخیستې، خو نوموړی به تر هغه وخته پورې په خپله چوکۍ پاتې شي، ترڅو چې نوی صدراعظم لوړه وکړي.

د جرمني د اساسي قانون د ۶۹مې مادې له مخې، صدراعظم مکلف دی چې «د خپل بدیل تر ټاکل کېدو» پورې په خپل مقام کې پاتې شي. همداراز، د هغه کابینه به د لنډمهالي حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول

 د مسکو په یوه سیمه لګېدلی توغندی (عکس آرشیف)
د مسکو په یوه سیمه لګېدلی توغندی (عکس آرشیف)

د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړل شوي وو.

د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړل شوي وو.

روسي چارواکي وايي چې د شپې له خوا په مسکو باندې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو بریدونو د پلازمینې درې اصلي هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړلي وو.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین نن سهار سه شنبه ( د غویي ۱۶) مه ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې مسکو ته نږدې لږترلږه ۱۹ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د پاتې شونو د لوېدو په سیمه کې، چې د مسکو په لور یوه له مهمو لویو لارو ته نېږدې ده، هېڅ جدي زیان یا ټپي کېدل نه دي ثبت شوي.

د روسیې د هوايي چلند د څار ادارې هم په ټیلیګرام کې اعلان کړی چې د هوايي خونديتوب د ډاډ لپاره د مسکو په ټولو څلورو هوايي ډګرونو کې الوتنې درول شوې دي، چې پکې ونوکووا، دوموددووا، شرمتیوو او ژوکوفسکي شامل دي.

دې سازمان وروسته اعلان وکړ چې الوتنې په ټولو څلورو هوايي ډګرونو کې بیا پیل شوې دي.

کیف تر اوسه د ډرون برید په اړه څه نه دي ویلي، خو اوکرایني چارواکو مخکې له دې د داسې بریدونو تایید کړی چې موخه یې د مسکو د جنګي هڅو ملاتړ کوونکي پوځي اهداف او زیربناوې په نښه کول دي، او دا یې د اوکراین د استوګنې سیمو او انرژۍ زیربنا باندې د روسیې د روانو بریدونو ځواب بللی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG