د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

د ماشومانو د لوبو وسایل؛ د هغوی په روزلو کې مهم رول ادا کوي


د ماشومانو د لوبو وسایل
د ماشومانو د لوبو وسایل

موږ معمولاً خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل يوازې د ساعت تيرۍ لپاره اخلو؛ خو واقعيت دا دى چې د لوبو سامانونه د ماشوم په روزنه كې مهم رول لري. ارواپوهان وايي، د لوبو څيزونه د ماشوم په ذهني، عاطفي او تولنیزه وده او د دوی د استرس یا د فشارونو په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

نهه کلن احمد رشاد خپلو همزولو سره لوبې کوي.

دی وايي، د لوبو په وسایلو کې مې دوه شیان ډیر خوښېږي:

«زما د لوبو په سامانونو کې ریموتي موټر او جنجالک ډیر خوښېږي، او پلار جان او کاکا جان مې چې هر ځای ځي ماته د لوبو سامانونه راوړي.»

د سما ذوق بیا متفاوت دی، خو وايي خپلو ورنو سره توپ بازی هم کوي:

«د لوبو وسایل مې شیندم، لوبې کوم، پوهېږې چې د لوبو د وسایلو نومونه مې څه دي؟ یو سوی دی، بل اېږ دی، بل یو دیګګ هم لرم او قاب هم لرم، نو بیا وریجي او قورمه په کې پخوم او چې ورونه مې له ښوونځي راشي ورسره توپ بازي کوم او بیا تلویزیون ګورم.»

لوبې او د لوبو وسایل د ماشومانو په روزنه كې مهم رول لري.

ارواپوهان وايي، د لوبو وسایل د ماشوم په ذهني، عاطفي او تولنیزه وده او د دوی د استرس یا پرې د فشارونو په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

ارواپوه شرف الدین عظیمي هم په همدې نظر دی. ښاغلي عظیمی ازادي راډیو ته وویل:

«ذهني وده دا مانا چې کله دوی لوبې کوي، په ځینو سمبولیکو شیانو لکه توپ، د دوی ابتکار ورسره وده کوي، له عاطفي اړخه کله چې دوی نانځکو سره لوبې کوي خپل احساسات بیانوي، په یو ډول د پلار یا مور نقش لوبوي، په ټولنیز ډول هم چې هره لوبه په ډله ییز ډول ترسره کېږي همکاري، نوبت او نور مسایل په کې زده کوي، او له اروايي اړخه هم د استرس په کمولو کې ونډه لري، د بیلګې په توګه کله ماشومان نقاشي کوي، رسامي کوي یا په خاورو کې لوبې کوي دا د دې لامل ګرځي چې د ماشوم استرس کم شي.»

د ماشومانو د لوبو ټوپکې
د ماشومانو د لوبو ټوپکې

خو نوموړی زیاتوي چې د لوبو په سامانونو کې جنګي وسایل لکه ټوپک، تومانچه او نور په ماشومانو کې د تاوتریخوالي او جنګ روحیه روزي چې باید کورنۍ یې له اخیستلو ورته ډډه وکړي.

د ماشومانو د ادبیاتو او هنرونو څارونکی محب زغم بیا دا هم وايي چې ځينې لوبې د ماشوم له بدني ودې سره مرسته كوي، لكه خوسى، توپ ډنډه، پټ پټاني او نورې داسې لوبې چې بدن په كې خوځېږي.

ښاغلي زغم ازادي راډیو ته وویل چې د لوبو ځني وسایل ان ماشومانو سره ښوونځي ته د چمتوالي او زده کړو په برخه کې هم مرسته کوي:

«په ځینو وسایلو باندې شکلونه رسم وي، توري او اعداد لیکل شوي وي، حجمونه او دغسې واټنونه دغه مفاهیم د ماشوم ذهن ته لا شعوري ورځي او ورسره بلدېږي او کله چې بیا ښوونځي ته ځي د دغه شیانو زده کول ورته ډیر اسانېږي، له بده مرغه ما نه دي لېدلي چې پښتو او دري توری دې په دې وسایلو لیکل شوي وي، که زمونږ سوداګر دې برخې ته پام وکړي او د داسې وسایلو فرمایش ورکړي دا به د دوی له زده کړو سره ډیره مرسته وکړي.»

ښاغلی زغم په خپلې مقالې "د لوبو شیان" چې ازادي راډیو ته یې رالېږلې یو ځای لیکلي، د ماشومانو د لوبو لپاره تر ټولو ګټور وسایل هغه سيټونه دي چې وړې وړې ټوټې لري. له دې ټوټو څخه مختلف څيزونه جوړېداى شي، لكه: مېز، چوكۍ، كور، پول، موټر، بېړۍ، الوتكه، مختلف ژوي او نور شيان او په خبره یې د لوبو دغه سامان د ماشوم له فكري او ذهني ودې سره ډېره مرسته كوي.

ده ټینګار کړی چې لوبې بايد د ماشوم له عمر سره سمې انتخاب كړو او د هر عمر ماشوم ته چې د لوبو وسایل اخلو، نو دې څو ټکو ته باید خامخا پام وکړو چې تېرې برخې ونه لري چې ماشوم ژوبل نه کړي، په اسانۍ سره مات نه شي، د پرېمينځلو وړ وي او داسې رنګ دې په كې نه وي كار شوى چې زهرجن وي.

د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې لوبې د هر ماشوم بنسټیز حق دی، خو د دوی د حقونو افغان فعالان وايي، دا لوبې باید سالمې وي چې د منفي اغیز پر ځای يې له جسمۍ او ذهني ودې سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې مخکې ازادي راډیو په بیلابیلو راپورونو کې د ماشومانو له خوا د ګیمونو او کمپیوټري لوبو موضوع هم څېړلې وه.

د چارو یو شمیر پوهان وايي ګیمونه یا کمپيوټري لوبې د ماشومانو ذهني ودې سره مرسته کوي، خو په انتخاب کې یې باید دقت وشي، خو یو شمیر نور بیا وايي په ټوله کې دا لوبې ماشومانو ته روحي، رواني او جسمي ستونزې پېښولای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا مخکې خبرداری ورکړی و چې دا ډول لوبې د روږدي کېدو لامل ګرځي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG