د غور ولایت یو اوسېدونکی عبدالکریم چې د څوارلس کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي د بې کارۍ له امله له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
دی وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام مخکې د دوی په سیمه کې بې وزلو سره مرستې کولې او اوس هم د دغه مرستو دوام ته سخته اړتیا لري.
«زموږ ولایت ډېر لیرې پروت ولایت دی او لویې لارې یې هم سمې جوړې نه دي، دلته د خوراکي موادو بیې ډېرې لوړې دي، مخکې ډبیلو ایف پي خلکو سره مرستې کولې خو بل هیڅ بنسټ مرسته نه ده کړې زما په ګډون اوس مهال ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.»د غور اوسیدونکی
د تخار ولایت اوسېدونکی نظر محمد چې تازه له پاکستانه راستون شوی وايي له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې مرستو ته اړتیا لري:
«بس دلته مو د خدای په هیله اړولي دي، سرپنا نه شته، د خوړو لپاره هم هیڅ نه لرو، باید موږ سره مرستې وشي، له کله چې راغلي یو هیڅ څوک مو پوښتنې ته نه دي راغلي، یوازې په تورخم کې کې یې له موږ سره د څو ډبیو بسکټو مرسته وکړه او د موټر کرایه یې راکړه چې تر دې ځایه پرې راغلو.»
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د دوی د بشري مرستو د الوتکو لیږد خدمات ښايي د بودجې د کمښت له امله وځنډول شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ د اپریل ۲۷ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشرپاله هوایي خدمتونو د دوام لپاره لس نیم میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې دغه الوتنې یې د افغانستان لرو پرتو په ځانګړي ډول هغه سیمې چې ځمکنې ټرانسپورت ورته ستونزمن یا ناممکن دی د بېړنیو مرستو د رسولو یوازینۍ لار وه.
په همدې حال کې یو شمېر رضاکاران چې په لرو پرتو سیمو کې یې د خلکو اقتصادي وضعیت له نږدې کتلی وايي چې خلک له خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
مرستندویه رضاکار نصیر احمد شینواري ازادي راډيو ته وویل:
«څو ورځې مخکې بغلان ته تللی وم، کله چې کلیو او بانډو ته لاړم، خلک به راټولېدل او فکر یې کاوه چې ما مرسته ورته راوړې ده، خلک مرستو ته ډېره اړتیا لري، که دا کومکونه بندیږي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي، کار روزګار نشته، نړیوال باید افغانان درک کړي.»
د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو هوايي مرستو د درولو احتمال اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان لپاره یې د خوراکي موادو د بیړنیو مرستو یو شمېر پروګرامونه ځنډولي دي ځکه چې دا مرستې د طالبانو په ګټه کارول کېدې.
د دې وزارت ویاندې تمي بروس د اپریل په ۸ مه یوې خبري غونډې ته وویل:
«د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر ټولو ډېره برخه مرستې چې ودرول شوې، په یمن او افغانستان کې وې، دا کار د یوه اجرایي فرمان له مخې د هغو اندېښنو پر بنسټ وشو چې دغه مالي مرستې ترهګریزو ډلو، لکه حوثیانو او طالبانو ته ګټه رسوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې سږکال په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د OCHA د راپور له مخې، د مالي مرستو کموالی، په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول به په د افغانانو د خوړو، روغتیا او نورو حیاتي برخو کې اغیز وکړي.