د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وايي د طالبانو له خوا د ښځو سیستماتیکې ځپنې بشري کړکېچ لا زیات کړی


طالب عسکر او افغان ښځې
طالب عسکر او افغان ښځې

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې د دغه هېواد بشري بحران لاپسې پراخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه تحلیلي راپور کې ټینګار کړی چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، بشري مرستو او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره محدوده کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوه نوي راپور موندنې ښيي چې په دې هېواد کې ۷۰ سلنه ښځې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې «ښځې او نجونې په بحران کې؛ ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشردوستانه کلیدي برخو جنسیتي تحلیل» په نوم په یو راپور کې چې د اپرېل په ۲۷مه یې خپور کړی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې د دې هېواد بشري بحران لاپسې پراخ کړی دی.

په دغه راپور کې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د تازه معلوماتو او ساحوي څېړنو او نظرپوښتنو پر بنسټ ولاړ دی ټینګار شوی چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، بشري مرستو او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره محدوده کړې ده.

د راپور له مخې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه نه یوازې د دوی د بشري حقونو د سرغړونې لامل شوي دي، بلکې په افغانستان کې یې روان بشري بحران هم ژور کړی دی.

راپور زیاتوي چې په مرستندویه مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز، د ښځو او ماشومانو لپاره د بشري خدمتونو وړاندې کول خورا محدو کړي او په ښځو د کار بندیز لامل شوی چې د ښځو د ملاتړ ۹۰ سلنه پروګرامونه یا وځنډول شي او یا په جدي توګه محدود شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په دغه راپور کې د هغه مېرمنو په اړه چې د کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده او مخکې یې دندې درلودې خبرداری ورکړی چې اوس له سختې لوږې او فقر سره مخ دي.

له کاره منع شوي یو شمېر دغه مېرمنې له ازادي راډیو سره په خبرو کې هم له سختو اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

د خوست ولایت یوې اوسېدونکې مریم چې مخکې یې په یوه غیر دولتي مؤسسه کې دنده درلوده او اوس مهال بې کاره ده ازادي راډيو ته وویل:

«زموږ نه یې دندې واخیستې، اوس نه شو کولای کار وکړو، ډېری ښځې چې د کور سرپرستانې دي، نه ورور لري، نه پلار لري، کونډې دي او یتیمان ورپه غاړه دي او کار ترې اخیستل شوی»
د خوست اوسېدونکې

دا زیاتوي: «دوی چې اوس په سړکونو سوال ونه کړي څه وکړي، دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي»

دا وايي د طالبانو له لوري په افغان ښځو د کار او زده کړو محدودیتونه لامل شوي چې په سیمه کې یې ډېری پروژې په ټپه ودرېږي.

یو شمېر عامه بې وزله مېرمنې هم وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کابل یوې اوسېدونکې لیلما ازادي راډيو ته وویل:
«زه خپله څو تنه یتیمان لرم، کار نشته، په کورونو کې مزدوري کوم، سل یا یونیم سل افغانۍ راکوي هغه هم چې د کوم کور والا راباندې زړه وسوځېږي، مرستې هم چې کېږي له واسطو او رابطو والا سره کېږي، په هر نظام کې غریب تباه دی، په یو نظام کې هم غریب ته خپل حق نه دی ورکول شوی»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په راپور کې دا هم راغلي دي چې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کموالي، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم کړی او د اومېندوارو مېرمنو او ماشومانو روغتیايي وضعیت یې خراب کړی دی او دا چې د مخنیوي وړ مړینې کچه مخ په لوړېدو ده.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که پر ښځو دغه بندیزونه دوام پیدا کړي، افغانستان به د پراخه بشري سقوط له خطر سره مخ شي چې له امله به یې میلیونونه کسان د لوږې له خطر سره مخ او بې کوره کېدو ته اړ شي.

افغان مېرمنې او ماشومان
افغان مېرمنې او ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونه د اسلامي شريعت پر بنسټ تأمین کړي، خو واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او دغه راز یې په ټولو غیر دولتي او ډېری دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG