د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د دوی په سیمو کې د انټرنیټ له کمزوري کیفیت شکایت کوي.
دوی ازادي راډيو ته وویل،که څه هم دوی د انټرنیټ لپاره مخابراتي شبکو ته لوړ میاشتنی فیس ورکوي خو د انټرنیټ ټیټ کیفیت د دوی ستونزې نه شي حل کولای.
کله چې موږ ایران، پاکستان او یا اروپايي هیوادونو کې خپلو ملګرو یا دوستانو ته د انترنیټ په وسیله زنګ وهو کیفیت ډېر خراب وي آن دواړه طرفه غږ سم نه اورېدل کیږي، اړیکه کله وصل شي او که پرې شي، دا جدي ستونزې ديمرسل
د کابل اوسېدونکې مرسل وايي خپلو دوستانو او خپلوانو سره د خبرو لپاره په خپل سیم کې انترنیټ فعالوي خو دا چې کیفیت يې خورا کمزوری دی نه شي کولای په سمه توګه ترې استفاده وکړي.
مرسل ازادي راډیو ته وویل،
"کله چې موږ ایران، پاکستان او یا اروپايي هیوادونو کې خپلو ملګرو یا دوستانو ته د انترنیټ په وسیله زنګ وهو کیفیت ډېر خراب وي آن دواړه طرفه غږ سم نه اورېدل کیږي، اړیکه کله وصل شي او که پرې شي، دا جدي ستونزې دي."
نوموړې وویل نه یوازې د انترنیټ کیفیت خراب دی بلکې بیې یې هم لوړې دي.
د لوګر ولایت یوه اوسېدونکی مجبتی هم په دغه ولایت کې د انټرنیټ له ټیټ کیفیت شکایت کوي.
"زه تل د انټرنیټ له لارې انلاين درسونه تعقیبوم، که څه هم د ډېرو پیسو په بدل کې انټرنیټ فعالوم خو سرعت یې ډېر کم دی، دلته د یو جي بي اونیزې انټرنیټ کڅوړې بیه ان ۱۱۰ افغانۍ ده خو سرعت یې ډېر کمزوری دی، زه نه شم کولای په سمه توګه خپلو انلاین درسونه تعقیب کړم."
د انترنیټ د کمزوري کیفیت او لوړو بیو په اړه د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو دغه وزارت د روان میلادي کال په لومړیو کې اعلان کړی وو چې د یو جي انټرنیټ بیه یې له ۱۱۰ افغانیو څخه ۹۵ او د ټلیفوني اړیکو او پیغامونو په بیو کې هم ۵۰ سلنه کموالی راوستل دی.
په افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې ټول یې انټرنیټي خدمتونه وړاندې کويعنایت الله الکوزی
عنایت الله الکوزي په دې اړه په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د وزارت له خوا ټاکل شوي نرخونه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په ټول افغانستان کې د اجرا وړ دي.
اوس مهال، په افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې ټول یې انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.
تر دې مخکې، د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا څانګې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۶ میلیونه فعال سیم کارتونه موجود دي.
همدارنګه، د ددې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه خلک له انټرنیټي خدمتونو ګټه اخلي.
په افغانستان کې د انترنیټ د خراب کیفیت په اړه شکایتونه کومه نوې خبره نه ده، بلکې دا ستونزه د تېر جمهوري نظام پر مهال د کابل په ګډون په ډیری ولایتونو کې موجوده وه.
خلک وايي له ژمنو سره سره حکومتونو د دې ستونزې د حل لپاره عملي کار نه دی کړی.