په کابل او ولایتونو کې یو شمیر کتاب پلورنکي وايي، د کتاب اونۍ په مناسبت یې د ځانکړی تخفیف په ورکولو سره وکولای شول خپل یو شمیر کتابونه وپلوري.
خو یو شمیر دوی وايي، خلک اقتصادي ستونزې لري او دې موضوع په ټوله کې د کتاب په بازار هم اغیز کړی، چې د کتابونو ځني مینوال یې هم تايدوي.
په کابل کې د سروش کتاب پلورنځي مسوول نجیب ځیرک ازادي راډیو ته وویل، دوی هم د کتاب اونۍ په مناسبت د ځانکړی تخفیف په ورکولو سره وکولای شول خپل یو شمیر کتابونه وپلوري.
مونږ هم د یوې اونۍ لپاره تخفیف اعلان کړی و، په دې ورځو کې نسبت نورو ورځو ته کتابونه ډیر وپلورل شول او خلک ډیر راتللنجیب ځیرک
" مونږ هم د یوې اونۍ لپاره تخفیف اعلان کړی و، په دې ورځو کې نسبت نورو ورځو ته کتابونه ډیر وپلورل شول او خلک ډیر راتلل."
د اپریل ۲۳ نېټه د کتاب نړیواله ورځ وه، په افغانستان کې کتاب پلورنکي د کتابونو د ښه پلور په موخه له دې نېټې نیولې تر یوې اونۍ پورې د کتاب د اونۍ په توګه نمانځي او په دې ورځو کې د کتاب مینوالو او اخیستونکو ته ځانګړی تخفیف ورکوي.
که څه هم ښاغلی ځیرک وايي په دې ورځو کې د کتابونو د پلور بازار ښه و، خو ځني نور کتاب پلورنکي یې په ټوله کې د پخوا په پرتله سوړ بولي او لامل یې هم د خلکو اقتصادي ستونزې ګڼي.
ننګرهار کې د مومند کتاب پلورنځي مسوول نجیب مومند ازادي راډیو ته وویل،
" د کتابونو بازار د پخوا په پرتله کمزوری دی او عمومي لامل یې دا دی چې د خلکو اقتصاد خراب دی، امید شته دی چې ښه شي، اوس خو دا عمومي کتابونه چې دي دا یو څه بازار لري، او تدریسي کتابونه هم ښه دي خرڅېږي."
د کتابونو یو شمیر مینوال هم دا خبره مني چې اقتصادي ستونزو له کتاب لرې کړي دي.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی حمید حکیمي وايي، خواشینی دی چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ونه شول کړای چې د کتاب د اونۍ په مناسب د کتاب پلورونکو له خوا له ځانکړي تخفیف استفاده وکړي.
د کتابونو بازار د پخوا په پرتله کمزوری دی او عمومي لامل یې دا دی چې د خلکو اقتصاد خراب دی، امید شته دی چې ښه شينجیب مومند
" په ډیر خواشینی ویلی شم چې ما د مطالعې لپاره هیڅ کتاب ونشو اخیستلای، دا په دې مانا نه ده چې زه له کتاب ویلو سره علاقه نه لرم، علاقه لرم ورسره ډیره زیاته، خو اقتصادي وضعیت خراب دی بې روزګاري خپل اوج ته رسېدلې، څه چې پیدا کوو خپل د کور خرڅ مو شي، داسې څه نه اضافه کېږي چې مونږ پرې کتاب واخلو او مطالعه یې کړو."
د اقتصادي ستونزو تر څنګ د طالبانو حکومت له خوا د ځینو کتابونو په پلور بندیر او له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو محدودیت هم په افغانستان کې د کتاب بازار سوړ کړی دی.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کتابتونونو شا اوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونو ټول کړي او ویلي چې دا کتابونه ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، هغه ادعا چې د دغو کتابونو یو شمیر لیکوالو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې رد کړې وه.
طالبانو دا هم ویلي وو چې دا بهیر به وغځوي.
په کندهار کې د یو کتاب پلورنځي مسوول چې ویې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په افغاتستان کې د مدرسو په زیاتېدو سره اوس د اسلامي کتابونو پلور د ښوونځیو او پوهنتونونو د کتابونو په پرتله ډیر شوی دی.
دی وايي عام کتابونه هم اوس ډیر نه خرڅېږي او نا هیلی دی چې خلک مطالعې سره بې علاقې شوې دي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا مخکې له ښوونیزو مرکزونو څخه د هغو کتابونو د ټولولو امر هم کړی و چې له اهل سنت، جماعت او حنفي فقهې سره په ټکر دي، چې دا څرګندونې یې د یو شمیر شیعه مذهبو علماوو او د زده کړو د برخې د فعالانو له غبرګونونو سره هم مل وې.