د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

د کډوالو عالي کمشنري؛ په زرهاوو افغان کډوال په زوره د خطر لور ته استول کیږي


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار خبرداری ورکړی چې د افغانستان مخ په زیاتېدونکی بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي.

یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې د اپریل په ۲۹ ناوخته یې خپره کړې ویلي سلګونه زره افغانان په زوره د خطر په لور استول کیږي.

دې ادارې ویلي، د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته لږ ترلږه دو لکه او ۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۹۶ زره کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته لږ ترلږه دو لکه او ۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۹۶ زره کسان په جبري ډول ایستل شوي دي
یو این اریچ سی ار

یو این ایچ سي ار د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې له زیاتیدونکي ظلم سره مخ دي.

په اعلامیه د بابر بلوچ په حواله راغلي، دوی د کار موندنې، زده کړو، او تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

یو این ایچ سي ار ویلي چې د ښځو او نجونو سربیره په جبري ډول ستانه کړل شوي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، قومي او مذهبي لږه کي هم د هغه کسانو په ډله کې دي چې په افغانستان کې له سختو خطرونو سره مخ دي.

دې ادارې د بابر بلوچ په حواله دا هم ویلي، په پراخه کچه د افغانانو ستنېدنې پر شته بشرپاله مرستو یو اضافي فشار راوړی هغه چې لا له وړاندې په افغانستان کې د میلونونو کسانو اړتیاوو ته د ځواب لپاره بسنه نه کوي.

یو شمېر ستانه کړل شوي کډوال هم په افغانستان کې د سرپناه او کار د نه موجودیت له امله شکایت کوي.

د راستنو شویو کډوالو ستونزې

په تورخم کې د ستنو شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې میشت یو افغان محمد کریم چې تازه له پاکستانه شوی غوښتنه کوي چې د حکومت له لوري دې ورته د سرپنا زمینه برابره شي.

" موږ غوښتنه کوو چې موږ ته د سرپنا زمینه برابره شي، موږ په پاکستان کې لسګونه کلونه تېر کړل، ماته یوازې د خپلې سیمې نوم معلوم دی خو نور مې ولاکه لا لیدلی وي، نو حکومت باید موږ ته د اوسېدو لپاره د ځای غمه وکړي."

له ایرانه په جبري ډول ستون شوی یو کډوال نور محمد چې اوس مهال په هرات کې میشت دی ازادي راډيو ته یې وویل: " موږ یې له ایرانه په زوره وویستو، اوس په هرات کې یم، موږ هیله لرو چې دلته موږ ته د کار زمینه برابره شي، یوازې موږ نه بلکې ټولو راستنو شویو کډوالو سره باید همکاري وشي، په ایران او پاکستان کې د افغانانو سره سخت ظلم شروع دی."

یوازې موږ نه بلکې ټولو راستنو شویو کډوالو سره باید همکاري وشي، په ایران او پاکستان کې د افغانانو سره سخت ظلم شروع دی
راستون شوی کډوال

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې او په سیمه کې د ثبات راوستلو لپاره د ۷ عشاریه ۵ ملیارد ډالرو غوښتنه کړې.

یو این ایچ سي ویلي دا بودجه به دوی ته اجازه ورکړي چې بېرته راستنېدونکو ته د ژوند وسایل، د یوځای‌کېدو بهیر، مالي او ټرانسپورټي مرستې او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو اړتیاوو ته د پاملرنې ترڅنګ بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د جبرې ایستلو لړۍ پیل کړه، چې په وقفه یې ډول لا هم روانه ده او د اپریل له لومړۍ نېټې یې د اې سي سي یا افغان تابعیت لرونکو کارتونو ایستل هم پیل کړي دي.

دغه شان ایران هم په تېرو دوه کلونو کې ګڼ بې اسناده افغانان نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسي افغانستان ته ۳ عشاریه ۵ میلیونه کډوال ستانه شوي دي، چې له امله یې د دې هیواد بشري اړتیاوې لاپسې زیاتې کړي دي.

دغه بنسټ ویلي دغه شمېر نه یوازې د داخلي بې ځایه کېدو ګواښ زیاتولي بلکې اروپا ته د کډوالۍ لپاره د نویو هڅو امکان هم لوړوي.

د یو این ایچ سي ار په اعلامیه کې له ایران او پاکستانه غوښتنه شوې چې افغان کډوال په خپله خوښه او په خوندي او باعزت ډول ستانه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په وار وار له ګاونډیو هيوادونو نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ د درېدو غوښتنه کړې او دا یې د ګاونډیتوب له اصولو او نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده، خو ایران او پاکستان له هغه هیوادونو نه د د دوی په خبره د غیر قانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG