خبرونه
ملابرادر له روسیې سره د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې ملاعبدالغني برادر پرون (جمعه) د کازان د نړیوال فورم په څنډه کې د روسیې د صدراعظم له مرستیال الیکسي اوفیرچوک سره په بېلابېلو سیکتورونو کې د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل.
د ملابرادر د دفتر پر اساس، یاد تفاهملیکونه د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت او د روسیې د ترانسپورت وزارت ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې د همکارۍ، د دواړو هېوادونو د سوداګري خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د ځینو لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ د تېلو او ګازو د سپړنې، استخراج او تصفیې په برخه کې د ګډ کار، او په سیمه کې د سوداګرۍ د پراخولو او د یوه صنعتي ـ لوژستیکي کمپلکس د جوړولو په اړه دي.»
د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوی د چهارشنبې په ورځ د روسیې د تاتارستان جمهوریت کازان ته لاړ چې د روسیې – اسلامۍ نړۍ په شپاړسم فورم کې ګډون وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برید د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې برید نهه کسان وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي

د کییف او مسکو ترمنځ د مستقیمو خبرو له پیل څو ساعته وروسته اوکرایني چارواکو وویل چې د روسیې یوه ډرون د اوکراین په شمال ختیځه سیمه سومي کې نهه کسان وژلي دي.
د سومي والي او د اوکراین ملي پولیس وايي چې دا حمله د روسیې سرحد ته نژدې په بیلوپیلیا سیمه کې وشوه چې په ترڅ کې اوه نور کسان هم ټپیان شول. پولیس زیاتوي چې د دریو ټپیانو حالت نازک دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ټلګرام شبکې په یوه بیان کې دا حمله د ملکي وګړو د وژنې یوه عمدي هڅه بللې ده.
د روسیې او اوکراین استازي د پرونیو خبرو پرمهال پر اوربند سره سلا نه شول. ښاغلي زیلینسکي وویل چې روسیه یوازې د خلکو د وژلو توان لري.
روسیې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غزې د تړانګې ۵۸ اوسېدونکي د اسراییلو په بېګانیو بمباریو کې وژل شوي دي

د حماس ډلې چارواکي وايي، ۵۸ تنه فلسطینیان د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د تېرې شپې په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
دا حملې داسې مهال شوې دي چې ښکاري اسراییل په غزه کې د پراخو ځمکنیو عملیاتو په درشل کې دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې د اسراییلو په بمباریو کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د تېرې مارچ میاشتې د اوربند له ماتېدو وروسته دا پر غزې د اسراییلو تر ټولو مرګونې هوايي حملې دي او دا په داسې حال کې ده چې منځني ختیځ ته د ولسمشر ډونالډټرمپ سفر د اوربند د بیاټینګېدو لپاره له کوم مثبت اغېز پرته پرون پای ته ورسېد.
د اسراییلو پوځ نن اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې پر ځینو برخو د عملیاتي ولکې د ټینګولو په هدف د پراخولو عملیاتو او د سرتېرو د چمتوکولو په حال کې دی.
د ملګروملتو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اسراییل له خوا پر غزې د بشري مرستو پر بندولو د ۷۶ ورځو له اوښتو وروسته جدي قحطي سیمه ګواښي.
ولسمشر ټرمپ پرون په غزه کې د لوږې د بحران د حل او غزې ته د مرستو د بيا پیل پر اړتیا ټینګار وکړ.
د برتانیا پولیسو درې ایراني وګړي د ایران له استخباراتو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي

د برتانیا پولیسو خبر ورکړی چې د تروریزم پرضد د پراخو عملیاتو په ترڅ کې یې درې ایراني وګړي له یو بهرني دولت سره د استخباراتي همکارۍ په تور نیولي دي.
د برتانیا د تروریزم ضد پولیسو نن په یوه بیان کې وویل چې مصطفی سپه وند، فرهاد جوادي منش او شاپور قلعه خاني نوري په دې تور نیول شوي دي چې د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۱۴مې څخه یې د روان کال د فبروري تر ۱۶مې پورې احتمالا له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په فعالیتونو کې لاس درلود. پولیسو ویلي دي چې دا اشاره د ایران دولت ته ده.
د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د اوو ایراني وګړو په ګډون اته نور کسان هم د جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو. د کورنیوچارو د وزیرې ایویټ کوپر دا د جاسوسۍ پرضد د تېرو څو کلونو بېساری عملیات بللي دي. د ځینو برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دا عملیات په لندن کې د اسراییل پر سفارت د برید له پلان سره تړاو لري خو چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي په دې پلان کې د تهران د لاس لرلو اړوند راپورونه رد کړي او له نیول شویو کسانو سره یې له قونسلي لارو د تماس غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي ایران ته روان شو

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي نن په رسمي سفر ایران روان ته روان شو.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې ښاغلي متقي به د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون ترڅنګ له خپل ایراني سیال عباس عراقچي او نورو چارواکو سره هم وګوري.
بیان زیاتوي چې د طالبانو په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري هم شامل دی.
د طالبانو حکومت په تېره یوه اونۍ کې پراخ سیمه ایز تماسونه پیل کړي او د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په ګډون څو جګپوړي چارواکي یې همدا اوس د روسیې او اسلامۍ نړۍ په شپاړسم فورم کې د ګډون لپاره د روسیې په کازان ښار کې دي.
همداراز د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس نن خبر ورکړ چې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سانت پیټرزبورګ د نړیوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې دې ښار ته سفر وکړ.
د امریکا د کانګرس غړو زرګونه افغانانو ته د دې هېواد د ځانګړو ویزو غوښتنه وکړه

د امریکا د کانګرس د غړو یوې لویې ډلې له حکومت څخه غوښتي دي چې ۲۰ زره افغانانو ته امریکا ته د مهاجرت ویزې ورکړي.
په داسې حال کې چې امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر درېدلی دی، د کانګرس ۱۰۶ غړو په دې وروستیو کې په یوه رسمي لیک کې، ۲۰ زره افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا SIV غوښتنه کړې ده. دا لیک په رسمي ډول د بهرنیوچارو وزارت او د کانګرس د ملي امنیت فرعي کمیټې ته استول شوی دی.
په دې لیک کې چې د افغان کډوالو یوې مدافع ډلې افغان ایواک پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی، راغلي چې دا ویزې د هغو افغان وګړو لپاره په پام کې نیول شوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.
د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو څو په افغانستان کې د پخوا دېره امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو لپاره په متحدوایالتونو کې د خوندي استوګنې امکان برابر کړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې په تېره جنوري میاشت کې د امریکا د ولسمشر د اجرایي فرمان په اساس د افغانانو د تخلیې بهیر ځنډېدلی دی او د بیاپیل لپاره یې کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی.
د لاس انجلس د المپیک کمېټه وايي، نندارچیانو ته به هوايي ټکسي مهیا کړي

د امریکا د لاس انجلس د المپیک کمېټه وايي، که دا ښار د ۲۰۲۸ کال المپیک لوبو ته غوره شو، د سیالیو نندارچیانو ته به د هوايي ټکسي اسانتیا برابره کړي.
دې کمېټې ویلي چې د «ارچر» د هوايي چلند له کمپنۍ سره یې په همکارۍ خبرې کړي څو د المپیک مینهوال د ښار له ترافیکي بیروباره خلاص کړي.
ټاکل شوې ده چې ارچر شرکت د المپیک او پارالمپیک لوبو لپاره د هوايي ټکسي خدمات برابر کړي.
دغه شرکت د پنجشنبې په ورځ (د مې ۱۵ مه) په خپلو هوايي ټکسیانو د لاس انجلس سپورتي سالونونو ته یو شمېر سپرلۍ ورسولې.
هوايي ټکسي، د عادي ټکسي موټرونو په شان څلور سپرلۍ وړلی او د هیلي کوپتر په شان هر خای کښېنستلی او ورڅخه الوتلی شی.
د هند او پاکستان له شخړو وروسته په لومړي ځل د افغان سوداګرو لارۍ هند ته ورسېدې

هندي رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د هند او پاکستان ترمنځ له وروستۍ شخړې وروسته په لومړي ځل د افغان سوداګرو په سوداګري مالونو بار لارۍ له پاکستان څخه هند ته واوښتې.
د اپریل له ۲۴ څخه، د پاکستان له لارې هند ته د افغان سوداګرو په سوداګري مالونو بار لاریو ته د تګ راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.
پرون ۸ لارۍ، چې د افغان سوداګرو ۱۵۰ ټنه وچه مېوه پکې بار وه، او د لاهور او واګې ترمنځ ولاړې وې، د هند اتاري بندر ته واوښتې.
د هند د بهرنۍ سوداګرۍ د خونو ريیس بي کې باجاج د دې اقدام هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانستان څخه نورې لارۍ هم د پاکستان له لارې هند ته ورسیږي.
پاکستان د هند له بدل اخیستونکو بریدونو وروسته د هند خاورې ته هر راز تګ راتګ منع کړ.
د اپریل په ۲۲ مه د هندي کشمیر په پهالګام کې پر سیلانیانو په برید کې ۲۶ تنه ووژل شول. هند په دې برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ او غچ اخیستونکي بریدونه یې پرې وکړل.
خو پاکستان د هند تور رد کړ.
په کازان کې د افغانستان او روسیې لومړنی سوداګریز فورزم پرانیستل شو

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک، د جمعې په ورځ د کازان د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم رسماً افتتاح کړ.
د ملابرادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال په دې ناسته کې وویل، دوی چمتو دي چې د سالنګ دوهم تونل جوړ کړي، تر څو له روسیې او منځنۍ آسیا سره سوداګرۍ او ترانزیت ته وده ورکړي.
هغه له روسیې وغوښتل چې په دې برخه کې، د خپل تخنیکي تخصص له مخې، له افغانستان سره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک وویل چې هیواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی.
د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له هغه مخ په غوړېدو دي چې روسیې د طالبانو نوم د خپل هیواد د ممنوعه ډلو له لیسته وایست.
اسراییل د یمن پر دوو بندرونو بریدونه وکړل، د نورو حملو ګواښ یې وکړ

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ (د غويي په ۲۶مه) اعلان وکړ چې د یمن پر حدیده او الصلیف بندرونو یې، چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي، بریدونه کړي دي.
د دغه پوځ په وینا په دې بریدونو کې یې د ایران پلوه حوثي یاغیانو تاسیسات یې له منځه وړي دي.
اسراییلي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «له دغو بندرونو څخه د وسلو د انتقال لپاره کار اخیستل کېږي، او دا له ملکي تاسیساتو څخه د حوثیانو د سیستماتیک او ناوړه استفادې یو بل مثال دی، چې د ترهګریزو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره ترې کار اخلي.»
اسراییل دا برید دوه ورځې وروسته تر هغه وکړ چې پوځ یې د یادو بندرونو اوسېدونکو ته څو ځلې خبرداری ورکړی و.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، تر برید وروسته، حوثي یاغیانو ته ګواښ وکړ چې «د نورو بریدونو انتظار ولري.»
ښاغلي نتانیاهو دا هم وویل چې دوی چمتو نه دي چې یوازې ننداره وکړي او اجازه ورکړي چې حوثیان پرې بریدونه وکړي.