د کارکوونکو د تنقیص په دوام کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلویزیون یو شمېر نشراتي او تخنیکي کارکوونکي وايي، چې دوی له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.
د ملي راډیو تلویزیون یو له تنقیص شویو کارکوونکو ازادي راډیو ته وویل چې له درېیو لسیزو زیات یې په دې رسنۍ کې کار کړی خو اوس تازه تنقیص شوی او په کور ناست دی.
هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل چې د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی او له وزګارېدو وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
"تیره اونۍ یې مونږ ریاست ته وغوښتو، زمونږ کارتونه یې واخیستل او ویې ویل تاسو تنقیص شوي یاست. نه پوهېږو چې د څه لپاره تنقیص؟ اوس نه پوهېږم چې خپل روزګار څنګه پر مخ بوځم، اضافه پیسې زه نه لرم چې پرې کار وکړم، په یوې هیلې مې کار کاوه چې په راتلونکي کې به تقاعدي واخلم، خو لکه یو ورځني مزدورکار یې له ما څخه کارت واخیست او زه یې تنقیص کړم."
د دې ادارې یو بل کارکوونکی، چې دا هم د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ورته شکایت لري.
"ما چې خپل کوم معاش له تلویزیون څخه اخیسته، خپل ورځنی ژوند به مې پر مخ بیوه، خو اوس ژوند راته سخت شوی، معاش نشته، اوس غواړم په واټونو توکي وپلورم او د کورنۍ نفقه پیدا کړم، اوس هم په کرايي کور کې ژوند کوو او د کرايې ورکول هم سخت شوي دي."
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلویزیون ځینې تنقیص شوي کارکوونکي ادعا کوي چې له دې ادارې څخه، د ښځو په ګډون، له دوه سوو څخه زیات کارکوونکي تنقیص شوي او د وري او غويي میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد مخکې، د دوی تر کنټرول لاندې په ځینو ملکي ادارو کې د یو شمېر بستونو تنقیص تایید کړی و، او دا یې د بیوروکراسۍ د مخنیوي او د معاشونو، کارکوونکو او ادارو د ښه مدیریت لپاره یو معمولي اقدام بللی و.
سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو کې د ګمارنو او تنظیم په برخه کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې تنقیص پلان شوی.
د دوی په ټکو، یوازې د طالبانو حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو څخه شاوخوا ۹۰ زره بستونه تنقیص شوي دي، او د پوستونو د کمېدو سربېره، د کارکوونکو معاشونه او امتیازات هم کم شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه پورې له دولتي ادارو څخه د تنقیص شویو کسانو د وضعیت د حل لپاره کوم ځانګړی پلان نه دی اعلان کړی.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د بدیل پلان پرته، او په داسې شرایطو کې چې د کار بازار او فرصتونه محدود دي، له دولتي ادارو څخه د کارمندانو د تنقیص دوام کولی شي ژور اقتصادي او ټولنیز بحران رامنځته کړي.
یو له دوی څخه، عبدالنصیر رشتیا، ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه له ډېرې مودې راهیسې بېکاري یوه جدي ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې، بېکاري او بېوزلي له یوې لارې تېرېږي، او کله چې څوک په افغانستان کې کار له لاسه ورکړي، په اتومات ډول د بېوزلۍ په دایره کې را لویږي. د بېوزلۍ د مهارولو یوازینۍ لاره د کار زمینې برابرول دي."
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید هڅه وکړي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ ستونزو د حل لپاره د لا زیاتو پانګونو د راجلبولو او د کانونو په څېر د عایداتي سرچینو له لارې خپل عاید لوړ کړي. و سربېره پر دې، خصوصي سکتور، د حکومت د ستراتیژیک ملګري په توګه، کولی شي د خلکو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې، یو شمېر دولتي ادارې منحل شوي او نور د اداري جوړښت له کمښت یا تنقیص سره مخ شوي دي.
له دې بدلونونو وروسته، په زرګونو ملکي کارکوونکو، په ځانګړې توګه ښځو، خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
ډېری یې اوس په هېواد کې له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي، او ځینې یې د ژوند کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.