د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو له خوا د ښځینه خبریالانو په کار تازه محدودیتونه غندلي دي.
دې محدودیتونو کې له شرعي محرم پرته کار ځای ته په نه تګ او نارینوو همکارانو سره د ګډو خپرونو نه وړاندې کول شامل دي.
دوی موږ ته وویل چې ستاسې ښځینه کارکونکې باید له محرم پرته دفترونو ته رانشي، په اعلاناتو کې د ښځو غږونه باید نه وي او له نارینه وو سره باید ګډې خپرونې ونه کړي، دوی موږ ته خبرداری راکړو چې که دا پرېکړې عملي نه کړو د دوی په وینا له قانوني چلند سره به مخ شو
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې پرون سې شنبه د جون ۳ مه یې خپره کړې په دې اړه ژوره خواشینې ښودلې او ویلي یې دي چې دا نه یوازې د ښځو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې کول دي بلکې د بیان ازادۍ ،په رسنیز برخه کې د ښځو ونډې، متوازن او ازادو معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق ته هم جدي زیان رسوي.
په اعلامیه کې راغلي، ښځینه خبریالانو د ټولو خطرونو په منلو سره د خلکو د غږ په رسونه کې خپله دنده ترسره کړې او دا ډول بندیزونه له رسنیز ډګره د ذوی لیرې ته کېدو زمینه برابروي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو، نړۍوالې ټولنې، د مطبوعاتو د ازادۍ له ملاتړو سازمانونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتنه کړې، چې د ښځو د دغه ډول ځپونکو پالیسیو په وړاندې خاموشه پاتې نه شي او دا چې د ښځو لپاره په رسنیو کې د ازاد، اغېزمن او خوندي حضور د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کې دغه شان د دې سازمان د ښځو د کمېټې له قوله پر طالبانو غږ شوی چې د دا ډول استبدادي او تبعیضي محدودیتونو پر ځای د ښځو لپاره په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول په رسنیزه برخه کې د برابرۍ او درناوي پر بنسټ مشارکت ته زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې اندېښنه ښودل چې د ښځو د ځپونکو اقداماتو دوام به افغانستان نور هم د نړیولې ټولنې له سترګو وغورځوي.
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نشراتو مسول قریشي بدلون په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو په دې ولایت کې د یو شمېر ایف ایم راډیو ګانو مسولینو ازادي راډيو ته تایید کړې چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولینو ورته په یوه ځانګړې ناسته کې خبرداری ورکړو چې ښځینه کارکونکې یې باید دفترونو ته له شرعي محرم پرته ورنشي او د ښځو او نارینه همکارانو ګډې خپرونې هم باید بندې دي.
دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ځکه ده چې زموږ نارینه د کورنۍ غړي خپله د نفقې د پیدا کولو پسې وځي نو زه څنګه هغه ځان سره دفتر ته یوسم، ډیری ښځینه خبریالانې اصلا نارینه محرم نه لريښځینه خبریاله
د یوې ایف ایم راډيو مسول د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،
"دوی موږ ته وویل چې ستاسې ښځینه کارکونکې باید له محرم پرته دفترونو ته رانشي، په اعلاناتو کې د ښځو غږونه باید نه وي او له نارینه وو سره باید ګډې خپرونې ونه کړي، دوی موږ ته خبرداری راکړو چې که دا پرېکړې عملي نه کړو د دوی په وینا له قانوني چلند سره به مخ شو، دا په ښکاره ډول د ښځینه خبریالانو پر حقونو تیری دی، دا په ټوله کې د مطبوعاتو ازادي تر پوښتنې لاندې راولي او نه پرېږدي چې موږ په ښه شکل د خپلو خلکو غږ تر نړیوالو او حکومت ورسوو. "
په ننګرهار کې د یو شمېر نورو رسنیو مسولینو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه او وې ویل چې له دې بندیز وروسته د دوی زیات شمېر ښځینه کارکونکې په کورونو ناستې دي او دندې ته نه راځي.
دوی وايي دا ډول محدودیتونه له دندې د ښځینه خبریالانو د منع کولو په معنا دي.
په ننګرهار کې یوې ښځینه خبریالې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل دا ورته ډېره ستونزمنه ده چې محرم له ځان سره دفتر ته بوځي په خبره یې ډیری خبریالانې هیڅ نارینه په کورونو کې نه لري.
"دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ځکه ده چې زموږ نارینه د کورنۍ غړي خپله د نفقې د پیدا کولو پسې وځي نو زه څنګه هغه ځان سره دفتر ته یوسم، ډیری ښځینه خبریالانې اصلا نارینه محرم نه لري، بله داده چې طالبان غواړي په دې بندیز سره موږ له دندو لیرې شو او په کورونو کېنو په دې سره به نه زموږ غږ وي نه زموږ تصویر او دا چې دا اوس کوم ناچیزه معاش راکول کیږي له دې به هم محرومې شو".
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې د کار او زده کړو په برخو په ګډون د ښځو په ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
طالبانو په رسنیو په ځانګړي ډول ټلویزیونونو کې د ښځینه کارکونکو لپاره د مخ پوښل جبري کړی دی او دغه شان یې په ډیری ولایتونو کې د نارینه او ښځینه کارکونکو په ګډو خپرونو هم بندیزونه لګولي دي، ان دا چې ویلي ښځې اوریدونکې نارینه وو سره خپرونه کې اړیکې هم نشي نیولی.
د دې ترڅنګ د تېر ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په خپور شوي قانون کې ان د ښځو غږ عورت بلل شوی او دا چې چې ښځې په لوړ غږ سندرې، نعتونه او قرائت نه شي ویلی.
که څه هم بیلابیلو نړیوالو سازمانونو د طالبانو دا محدودیتونه غندلي خو طالبانو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي او نه یې د نجونو او ښځو په وړاندې خپل دریخ نرم کړی دی.