د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۴

ملګرو ملتونو یوځل بیا راستنیدونکو افغانانو ته د خوندي سرپنا د جوړیدو غوښتنه وکړه


له ایرانه ایستل شوي افغانان، ارشیف
له ایرانه ایستل شوي افغانان، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغان راستنیدونکي نه شي کولای د خوندي سرپناه پرته خپل ژوند بیا جوړ کړي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ د اګست په ۲۴ مه په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې د استوګنځای پرته بېرته ادغامېدل ناممکن دي.

وړاندې راغلي چې له ایران او پاکستانه له راستنیدونکو سره د مرستې په برخه کې د پراخو همکاریو سربیره، اړتیاوې شته سرچینو ته په کتو ډیرې دي.

په ورته وخت کې له ایران او پاکستانه یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي چې د سرپناه نشتوالی د دوی لویه ستونزه ده او د نورو ننګونو ترڅنګ یې ژوند هم سخت کړی دی.

موږ اوس مهال د خپلو خپلوانو کره اوسېږو، هیڅ څه نه لرو، په ایران کې کار و
له ایرانه ایستل شوې یوه افغانه

یوې ښځې چې له ایرانه راستنه شوې او په فاریاب کې ژوند کوي، چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، که څه هم له یوې میاشتې زیاته موده شوې چې کورنۍ یې له ایرانه راستانه شوې، خو کرایي کور یې نه دی موندلی."موږ هیڅ نه لرو په خدای،زه یو کوچنی ماشوم لرم چې ډېر ناروغه دی، دلته راغلو خو کور نه لري چې په کې ژوند وکړو، موږ اوس مهال د خپلو خپلوانو کره اوسېږو، هیڅ څه نه لرو، په ایران کې کار وو او دوی به موږ ته اجازه راکړه چې کار وکړو، په افغانستان کې کار نشته او دوی (طالبان) موږ ته اجازه نه راکوي چې کار وکړو، او اوس په دې بدبختۍ کې ناست یو."

يوه بله مېرمن چې درې اونۍ وړاندې له خپل خاوند او شپږو ماشومانو سره له پاکستانه ننګرهار ولايت ته راغلې وايي، په غرونو کې د يوه لرې کور په کرايه کولو مجبوره شوې، خو د کرايې د ورکړې توان نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

دې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل"دلته مو کور په کرايه نيولی، چا زموږ د حال پوښتنه نه ده کړې او نه مو کوم کار شته، مېړه مې بوډا دی او ماشومان مې کوچنیان دي، دلته د لاچارۍ او مجبوریت له مخې پاتې شوي يو، موږ ته يې (د ایستلو) پاڼه راکړې، يوازې يو ځل دلته يوه ښځه راغلې وه چې زموږ د حال پوښتنه وکړي، ماشومان او زه ټول ورغلو، له موږ يې معلومات واخیستل، خو تر اوسه موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې."

تر دې وړاندې هم له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ شوي او په وار وار یې له ازادي راډیو سره په مرکو کې له دې ستونزو شکایتونه کړي دي.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم اندېښنه ښودلې چې د سرپناه نشتوالی ښايي زرګونه کورنۍ د ژمي له یخنۍ، بې وزلۍ او له بې برخلیکه حالت سره مخ کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه ۲،۳ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تازه راپورونو له مخې په دې وروستیو ورځو کې له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو کمېسیون د یکشنبې په ورځ «اګست ۲۴» ویلي چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۶۵۰۰ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) تیره اونۍ اعلان وکړ چې یوازې د روان کال د اګست په لومړیو ۱۶ ورځو کې له ایرانه څه باندې ۱۲۹ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدوکو چارو وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ د «اګست په ۲۱ مه» ۶۳۶ کورنۍ له ایرانه د اسلام قلعه او نیمروز د ورېښمو له لارې افغانستان ته ستانه شوې دي.

XS
SM
MD
LG