ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله راتلونکې کتنه کې د انتخاباتي اصلاحاتو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړي.
د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکې کتنې نېټه تر اوسه نهده معلومه خو د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق پرون وویل، دواړه مشران به په یوه دوو ورځو کې سره وګوري او د انتخاباتي اصلاحاتو پر جزئیاتو به بحث وکړي.
په داسې حال کې چې انتخاباتي اصلاحات د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو د اختلاف مهم ټکی دی، ښاغلي محقق په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان په ځینو مواردو کې نور بحث ته هم اړتیا درلوده. ده هیله څرګنده کړه چې دا بحثونه به نتیجه ورکړي.
ښاغلي محقق وویل، دواړه مشران به په یوه دوو ورځو کې سره وګوري
ښاغلي محقق زیاته کړه:
"یوه د انتخاباتي حوزو مسئله ده چې آیا د ولایتي حوزو په بڼه پاتې شي، جلا حوزې شي او که بله بڼه خپله کړي. بل د کمېسیون مسئله ده چې ایا د انتخاباتو کمېسیون واحد وي او که د اجرائيه کمېسیون تر څنګ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم وي. په دې اړه بحثونه شوي چې پرېکړه به انشاالله د نن یا سبا په غونډه کې پرې وشي."
بلخوا د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح چې د اجرائیه رئیس له نېږدې متحدانو څخه دی د ښاغلي عبدالله پر پخواني دریځ ټینګار کوي او وايي چې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو سیاسي موافقهلیک ته درناوی نهدی شوی.
امرالله صالح خپله په حکومت کې نهدی خو په تېرو څو ورځو کې چې د ملي یووالي په حکومت کې اختلافونه رابرسېره شول دی هم د اجرائیه رئیس د پلویانو په غونډو کې راڅرګندېږي.
ده په پرونۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د تېرو دوو کلونو وضعیت نور د زغم وړ نهدی او هیلهیې څرګنده کړه چې د دواړو مشرانو تر منځ په راتلونکو لیدو کتو کې به چې یوهیې شوې او دوه نورې بهیې په نېږدې راتلونکې کې وشي، دې اختلافونو ته د حل لاره ومومي.
صالح: د تېرو دوو کلونو وضعیت نور د زغم وړ نه دی
ښاغلي صالح زیاته کړه:
"د درېیم پړاو خبرې به پر دې وي چې تر کومې کچې کولای شو د ملي یووالي حکومت په نوي پړاو کې د ګډې همکارۍ زمینه برابره کړو. دې ته زه نوی پړاو ځکه وایم چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یادونه کړې ده چې د اوسني وضعیت دوام یا د تېرو دوو کلونو تکرار ممکن انتخاب نهدی."
ښاغلي صالح په ډاګه کړه چې د اجرائیه رئیس د دریځ ملاتړ کوي.
د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه وروسته له هغې راڅرګند شول چې اجرائیه رئیس په دې وروستیو کې ولسمشر د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو موافقې ته په نهدرناوي تورن کړ او ویېویل چې ده تهیې د کتنې لپاره وخت نهدی ورکړی.
له دې وروسته دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ سره کتنه وکړه.
په دې کتنه کې د راپورونو له مخې ښاغلي غني د ښاغلي عبدالله غوښتنې واورېدې، د هغو د څېړنې ژمنهیې وکړه او پرېکړه وشوه چې په بله کتنه کې به بحث پرې وکړي.