د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.
دکندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ د کرزالې په سیمه کي د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسلهوالو طالبانو په حمله کې د ملي اردو سرتېرو او وسلهوالو طالبانو ته درانه تلفات رسېدلي، خو دقق ارقاميې تر اوسه معلوم نهدي.
د خپلواک په وینا د ولایتي ادارې لهخوا د څېړنې ټیم د پېښې سیمې ته استول شوی تر څو د تلفاتو او د پېښي د څرنګوالي په اړه تحقیقات وکړي.
صمیم خپلواک
نوموړي زیاته کړه:
"جګړه شوې موږ ته هم درانه تلفات رسېدلي او وسلهوالو طالبانو ته هم درانه تلفات رسېدلي، خو تر اوسه د دقیقو ارقامو په اړه معلومات نهشته البته زموږ د برسي ټیم د پېښې ځای ته پر لاره دی."
په عین وخت کې د کندهار یوې باوري دولتي سرچینې ازادې راډیو ته تائید کړې چې د خاکرېز ولسوالۍ د کرزالې په سیمه کي د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ۳۰ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د سرچینې په وینا دغې جګړې چې تر سهارهيې دوام کړی وسلهوالو په قرارګاه کې دننه د پوځیانو کانټینرونو ته اور اچولی او په کانټینرونو کې دننهيې یو شمېر پوځیان سوځولي دي.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د ۷۴ سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.
طالبانو دغهراز ادعا کړې چې یو شمېر سرتېري لسګونه میله وسلې او نور مهماتیې هم له ځان سره وړي دي.
بلخوا چارواکي وايي، د کندهار ولایت په میانشين ولسوالۍ کې يې د وسلهوالو ډلهییز بريد په شا تمبولی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د میانشین ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو ډلهییز بریدونه وکړل.
د دراني په وینا د امنيتي ځواکونو په ځوابي غبرګون کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تر دا مهالهیې کره شمېره معلومه نهده.
هغه وايې د یادو بریدونو پر مهال امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
دغهراز د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لس وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور نور نيول شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېره شپه ۱۱ بجې افغان امنيتي ځواکونو د میوند ولسوالۍ په سره بغل سيمه کې عملیات تر سره کړي دي.
د هغه په خبره په دغو عملیاتو کې څلور وسلهوال وژل شوي، شپږ ټپیان دي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
د کندهار په میوند کې هم افغان ځواکونو عملیات تر سره کړي.
هغه وايي له نيول شویو کسانو سره څلور میله وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
درانی په یاده ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د هغو لسو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکوي چې تېره ورځ طالب وسلهوالو په "شلغمي" سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.
طالب وسلهوالو تر اوسه د وروستیو دو پېښو په اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو حملو زور اخیستی دی.
تر دې څو ورځې وړاندې وسلهوالو طالبانو د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې هم د ملي اردو پر یوې قرارګاه حمله کړې وه چې د افغان ځواکونو په وینا ۱۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو.
راپور: صادق رښتینی