جنرال جان نیکلسن چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د لېرې کولو وړاندیز هم کړی د افغانستان په روانه جګړه کې افغان پوځ برلاسی بولي او وايي، دا پوځیان په ډېر ویاړ د خپل هېواد دفاع کوي.
جنرال جان نیکلسن له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په داسې شرایطو کې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو مشري کوي چې تر قوماندې لاندې سرتېرو شمېر یې د تېرو څو کلونو په نسبت په لسګونه واره کم دی.
جان نیکلسن د افغان پوځ د معلولو لوبغاړو له ټیم یا "ماتې نه مننونکي" ټیم سره په لیدنه کې وویل، افغان پوځیانو خپل امتحان ورکړی او بریالي وتلي دي.
د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن
هغه پرون افغان ماتې نه مننونکي ټيم ته په خطاب وویل:
"د افغان ملي پوځ معلول غړي. زما دې خوا ته د همدې ماتې نه مننونکي ټیم غړي دي چې تمه ده د ماتې نه مننونکو په لوبو کې چې په سېپټمبر میاشت کې په ټورنټو کې کېږي برخه واخلي. دا کسان چې تاسو ګورئ دوی خپل امتحان ورکړی او بریالي وتلي دي. د افغانستان پوځ نن جګړه په خپله مخته وړي او په دې کار ویاړي."
د افغان پوځ "ماتې نه مننونکی" ټیم د ګڼو هغو بهرنیو پوځیانو په ډله کې وستایل شو چې پرون په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په عمومي قومانداني کې سره ټول شوي وو.
د افغان ماتې نه مننونکي ټیم هم په خپله ټویټرپاڼه د "غښتلي افغان" ، "د افغانستان لپاره" او "ماتې نه مننونکی افغان" شعارونه لیکلي دي.
د افغان پوځیانو د معلولو لوبغاړو ټیم شپږ غړي به د سېپټمبر په میاشت کې په کاناډا کې لوبې وکړي.
افغانستان او ۱۶ نور هېوادونه سږ کال د ماتې نه مننونکو لوبو درېیم پړاو ته خپل ۵۵۰ معلول پوځیان استوي.
د معلولو پوځیانو د لوبو ترسره کوونکي سازمان د افغان ټیم د مشر ډګروال محمد اشرف په حواله لیکلي چې ټول د سولې لپاره په ګډه مبارزه مخته وړي.
د ماتې نه مننونکو لوبو اساس د بريټانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري په پوځ کې د دفاع په وخت د ټپي پوځیانو د درنښت په مناسبت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کېښود.
شهزاده هري په خپله له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵ کاله په پوځ کې دنده وکړه او د افغانستان په جګړه کې یې هم برخه اخېستې ده.
معلول پوځیان د افغان چارواکو له خوا هم نه دي هېر شوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې پرون د افغان پوځیانو مېړانه وستایله.
نوموړي وویل:
"د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې زموږ له ځوان نسل، د هغوی له قربانۍ، سرښندنې او مېړانې مننه کوو."
د افغانستان د دفاع لپاره په داسې حال کې د افغان پوځیانو مېړانه هم د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان او هم ولسمشر اشرف غني ستایي چې امریکا متحده ایالتونو یو ځل بیا افغان چارواکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان ملي امنیت شورا پرون په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د امریکا دولت او خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو له مبارزې او هڅو کلک ملاتړکوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې افغانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی چې تمه ده ژر ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو پرېکړه او په لویه کې خپله سټراټيژي اعلان کړي.
صفي الله ستانکزی