د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د تېرو درې کلونو په پرتله په ملي عوایدو کې سل فیصده زیاتوالی راغلی.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د ملي وحدت حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی دی.
د نوموړي په وینا په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان کلني عواید له سلو میلیاردو نه ښکته وو، خو تېر کال دغه شمېر نېږدې ۱۷۰ میلیاردو افغانیو ته ورسېده چې ۷۰ فیصده زیاتوالی ښيې.
دی وايي:
"کومه ارزونه چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وشوه چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې بشپړه شوه وړاندوینه کېږي چې زموږ عواید د ۱۸۰ تر۲۰۰ میلیاردو افغانیو پورې رسېږي."
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
ښاغلي حکیمي دغه شان وویل، نړیوالو مرستندویانو تېره ورځ په لیکلي بڼه ژمنه کړې چې ۲.۵ میلیارده امریکایي ډالره به په راتلونکو درېیو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره مرسته وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې تردې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې د فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون ویلي چې اوس هم ۴۰ سلنه عواید د فساد ښکار او د خلکو شخصي جېبونو ته لوېږي.
خو د افغانستان مالیې وزارت په کراتو ټينګار کړی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کار پوه سیف الدین سیحون وايي، د عوایدو د زیاتېدو په تړاو د مالیې وزیر څرګندونې تر یوه حده د افغانستان اوسني واقعیت څخه لېرې دي.
سیف الدین سیحون
ښاغلي سیحون زیاته کړه:
"د افغانستان د مالیې وزیر څرګندونې د مالي عوایدو د زیاتېدو په تړاوتریوه حده له واقعیته لېرې دي، یو هېواد هغه مهال د کورني عوایدو د زیاتیدو ادعا کولی شي چې هم پراختیايي او هم عادي بودجه له کورنيو عوایدو تأمین کړي."
نوموړی وايي، دا مهال د افغانستان نېږدې ۶۰ تر سلو پورې انکشافي بودجه د نړیوالو مرستو له لارې لوري تمویل او تنظیمېږي، خو په خبره یې که افغان حکومت مالي چارې رڼې کړي، اقتصادي وده به هم زیاته شي.
راپور: ناجیه ساپۍ