له نړیوال فضايي تمځي څخه، دوه امریکايي ستورمزلي د سپېس ایکس کمپنۍ په ډراګون کپسول کې د فلوریدا ایالت ساحلو ته څېرمه راښکته شول.
دا لومړی وار دی چې په امریکا کې د یوه خصوصي تجارتي شرکت له خوا جوړه شوې او اداره کېدونکې فضايي بېړۍ د ځمکې مدار ته ځي او بېرته په بریا ځمکې ته راستنېږي.
ناسا یا د امریکا هوايي او فضايي ملي سازمان دا ماموریت، فضا ته د انسانانو د استولو په تاریخ کې یو نوی څپرکی وباله.
دا په تېرو ۴۵ کلونو کې اول وار دی، چې ستورمزلي د راستنېدو پر مهال پر اوبو راکښته کېږي، وروستی وار په ۱۹۷۵میلادي کال د امریکا د متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد د اپولو سَیوز په نوم د ګډ ماموریت کپسول د ارام سمندر پر اوبو راښکته شوی و.
نږدې له یوې لسیزې، د امریکا متحد ایالتونه نړیوال فضايي تمځي ته د امریکايي ستورمزلو د لېږلو لپاره د روسیې پر سَیوز راکټونو متکي وو.
د ناسا ستورمزلي تر دې مخکې نړیوال فضايي تمځي ته په بهرنیو فضايي بېړیو کې تلل، خو دا پروګرامونه په ۲۰۱۱میلادي کال کې ودرول شول.
د فلوریدا ایالت د کنیدي له فضايي مرکزه د سپېس ایکس کمپنۍ د فالکون ۹ توغندي تر بریالۍ توغونې وروسته د ناسا ستورمزلي ډاوګ هرلي او باب بهینکن نړیوال فضايي تمځي ته د مې پر ۳۱ مه ورسېدل، دا د امریکا له قلمروه په څه کم یوه لسیزه کې اول ماموریت و.
دغه ستورمزلي شاوخوا دوې میاشتې په نړیوال فضايي تمځي کې وو.
ناسا یا د امریکا هوايي او فضايي ملي سازمان دا ماموریت، فضا ته د انسانانو د استولو په تاریخ کې یو نوی څپرکی وباله.
هغه کپسول چې دغه ستورمزلي یې لېږدول، له نړیوال فضايي تمځي تر جلا کېدو ۱۹ ساعته وروسته د افغانستان پر وخت تېره شپه ۱۱ بجې او ۱۸ دقیقې د فلوریدا ایالت ساحل ته نږدې پر اوبو راښکته شو.
پرون د ستورمزلو د راستنېدو په مناسبت د ټکزاس ایالت د هیوسټن په جانسن فضايي مرکز کې د ښه راغلاست مراسم وو، چې د سپېس ایکس کمپنۍ بنسټګر الان مسک هم په کې حاضر و.
دغو مراسمو ته ستورمزلي باب بهینکن په خبرو کې وویل: "د دې ظرفیت لرل چې خپل ستورمزلي فضا ته وتوغوو او بېرته یې کور ته ستانه کړو، یو څه ځانګړی کار دی، موږ کلونه- کلونه دا وړتیا نه درلوده، فکر کوم موږ دوه ستورمزلي خورا ویاړو چې د هغه کوچني ټیم برخه یو چې وتوانېد فضا ته تللي دوه ستورمزلي بېرته د فلوریدا ایالت ساحل ته راولي او امریکا ته بېرته هغه ظرفیت په برخه کړي."
د دې ماموریت هدف فضا ته د انسان د تلو د عملیاتو لپاره د سپېس ایکس کمپنۍ د جوړو شويو تجهیزاتو د اعتبارسنجول وو او خصوصي کمپنیو ته به لار اواره کړي دوی هم نړیوال فضايي تمځي ته ستورمزلي ولېږي.
د سپېس اکس کمپنۍ بل ماموریت د راروانې سېپټېمبر میاشتې په وروستیو کې فضا ته د څلورو ستورمزلو لېږل دي، چې شپږ میاشتې به په فضايي تمځي کې وي.
د امریکا بوینګ شرکت هم غواړي راتلونکی میلادي کال فضا ته ستورمزلي ولېږي.