طالبان: له بازارونو مو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي

ارشیف: په کابل کې یو کتاب پلورنځی

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرون خبر ورکړ چې تراوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه داسې کتابونه راغونډ کړي چې د دوی په وینا د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د کال په پيل کې ازادي راډیو د پنځه اویا پښتو او دري سیاسي تاریخي، ادبي او دیني کتابونو لېست ترلاسه کړی و چې طالبانو له کتابپلورنځیو راغونډ کړي وو بیا داسې راپورونه خپاره شول چې دا لړۍ دوام لري.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو د چارو سرپرست معین مولوي ضیاالحق حقمل د چهارشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې وویل چې له دوکانونو او خپرندویه ټولنو څخه د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې هغوی ته نور کتابونه ورکول کېږي.

د طالبانو په وینا، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي چې دا لړۍ په پلازمېنه کې پيل شوې او ژر به د ولایتونو په لور وغځېږي.