د غزې د اوربند د موافقې له مخې اسراییلو او حماس ډلې اسیران تبادله کړل
د غزې د اوربند د موافقې له مخې اسراییلو او حماس ډلې اسیران تبادله کړل
Your browser doesn’t support HTML5
زرګونه فلسطینیانو د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې هغو فلسطیني بندیانو ته هرکلی ووایه چې اسراییلو نن له حماس ډلې سره د اسیرانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې کړل.
اسراییل وايي چې له خپلو زندانونو څخه یې ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي او له هغه مخکې فلسطینۍ حماس ډلې هم څلور اسراییلۍ ښځې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه یې برمته کړې وې، سره صلیب ته وسپارلې.