ایف.بي.آی د کابل هوایي ډګر خونړي برید د طراح تازه انځور خپور کړی دی

د داعش غړی محمد شریف الله له امریکایي ځواکونو سره، د کش پټیل له اکس پاڼې

د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې ( ایف.بي.آی) مشر کش پټېل تېره شپه ناوخته د داعش خراسان څانګې د غړي، چې د دوی د ادعا له مخې د کابل د هوایي ډګر د برید یو طراح دی، انځور خپور کړی.

پټيل پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له دغه انځور سره لیکلي چې محمد شریف الله تېره شپه امریکا ته رسیدلی او د عدالت منګولو ته سپارل کیږي.

د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تخلیې پر مهال، خونړی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

د برید مسولیت هغه مهال داعش وسله والې ډلې ومانه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ګانګرس ته د وینا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه چې د داعش دغه غړی یې نیولی دی.

که څه هم ښاغلي ټرمپ د داعش د دغه غړي هویت په ډاګه نه کړ، خو تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وویل چې دغه کس د افغانستان تبع دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، په پاکستان کې د داعش د غړي نیول، د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.