د ایران رجایي بندر کې د چاودنې له کبله د وژل شویو شمېر ۱۸ او د ټپيانو ۱۰۸۶ ته ورسېد

په بندر عباس کې له چاودنې وروسته یوه صحنه

په ایران کې له پرونۍ زوروې چاودنې وروسته سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی او لا هم د اوروژنې او ژغورنې هڅې روانې دي.

د ایران په رجایي بندر کې د پرونۍ زورورې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته لوړ شو.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د ایران دولتي ټلویزیون نن سهار ( د یکشنبې ورځ، د ثور ۷مه) د مړینې دا شمېرې د " وروستۍ ارزونې" پایله بللې ده.

د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسول بیا نن سهار وختي د ټپي شویو کسانو شمېر۱۰۸۶ یاد کړی دی.

تر پرون ماښامه د ټپيانو شمېر ۷۵۰ یادېده.

دغه چاودنه د شنبې په ورځ غرمه مهال له یوې اورلګېدنې وروسته د بندرعباس ښار د شهید رجایي بندر په تاسیساتو کې وشوه.

د جرمني خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې شپږ تنه له چاودنې وروسته تري تم دي.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د چاودنې د لامل او د مرګ ژوبلې او زیانونو کره معلومات به د دوی له څیړنو ورسته اعلان شي.

د چاودنې نور جزیات په لاندې راپور کې لوستلی شی

په دې اړه نور: د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ کسانو واوښت

تر بیګا نیمې شپې پورې له چاودنې وروسته د لګیدلي اور لمبې لا بلې وې او د چارواکو په خبره اور کانتینرونو ته نژدې شوی دی.

د چاودنې ځواک دومره لوی و چې غږ او ټکانونه یې لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره لرې احساس شوي او د شاوخوا تاسیساتو او موټرو ښیښې یې ماتې کړې دي.

د سعودي عربستان، روسیې، قطر، ترکمنستان او عراق په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونو پر دې پیښه خواشیني ښودلې او ایران ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا راپور ورکړی چې له چاودنې وروسته په هوا کې د خطرناکو کیمیاوي عناصرو د احتمالي موجودیت له کبله نن یکشنبه بندرعباس ښار کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.