د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو وویل امریکا باید افغان متحدانو ته شا وانه ړوي

د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د افغان متحدانو د بیا میشتېدو پروګرام ته دوام ورکړي، او خبرداری یې ورکړی چې د دې نوښت پرېښودل به د خپلو نړیوالو شریکانو په وړاندې د امریکا باور زیانمن کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمانونو له مخې د کډوالو د منلو موقت بندیز د پای ته رسېدو په حال کې دی. دغه فرمانونه سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له بېرته راتګ لږ وروسته صادر شوي وو، چې په لړ کې یې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم وځنډېدل چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وو.

تر دې دمه، د ټرمپ ادارې لا نه ده څرګنده کړې چې دا پروګرام به بیا پیلوي که به یې پای ته رسوي.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د اپرېل په ۱۰مه، د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر د بهرنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې په هغو کې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ ادارې (CARE) لپاره د اضافي مالي ملاتړ درول شامل دي.

د دغه وړاندیز له مخې، شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره پاتې بودیجه به د CARE پروګرام د تدریجي بندېدو لپاره وکارول شي، تر څو دا پروګرام د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه وتړل شي.