د سوېډن پولیسو یو تن په اوپسالا ښار کې د سې شنبې د ورځې د ډزو په تړاو نیولی دی.
د راپورونو له مخې، یوه زلمکي د ښار په مرکز کې په یوه سلماني کې پر خلکو ډزې وکړې، او بیا د یوه سکوټر په وسیله وتښتېد خو پولیسو تعقیب کړ.
پولیسو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې نیول شوی کس تر ۱۸ کلونو کشر دی.
د سوېډن پولیسو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د برید درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، که څه هم د سیمې د پولیسو مشر، اریک اکرلوند وویل چې د هغوی هویت تر اوسه سم نه دی تایید شوی.
د سوېډني رسنیو د راپور له مخې، پولیس دا امکان هم څېړي چې ښايي دا پېښه د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.