وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.
تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسلهوالو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.
د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»
د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.