د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
الشرع، چې د "هیئت تحریر شام" اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د قوس په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی.
نوموړی تر دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.
د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د سوریې د اطلاعاتو وزارت یوه چارواکي ویلي چې احمد الشرع او امانویل مکرون به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.