ایراني رسنۍ : امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.

د مهر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ به په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه تهران ته د متقي د دې احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي.

ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له د طالبانو له حکومت سره تعامل لري او د دوی د ډیپلوماټانو استازیتوب یې منلی دی.