د هند له توغندويي بریدونو وروسته پاکستان ته ګډې وډې شوې الوتنې نن بیرته پیل شوې ۔
له برید وروسته د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ له هوايي ډګرونو الوتنې درول شوې وې خو د مې په اوومه بيا پیل شوې ۔
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ هوايي ډګرونه د اولوتکو تک راتګ ته چمتو شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د عملیاتي محدودیتونو په لړ کې هوایي حریم د ۴۸ ساعتونو لپاره ځنډول شوی و خو اوس په بشپړ ډول بېرته فعال شوی دی ۔
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت په کتو مسافر باید له خپلو اړوندو هوایي شرکتونو سره په تماس کې پاتې شي ځکه چې د الوتنې مهالویش او لارو په اړه وروستۍ پریکړه له هوایی شرکتونو سره ده ۔
بل خوا د پنجاب او اسلام آباد په روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی دی او د ټولو روغتونونو د کارکوونکو رخصتۍ لغوه شوې دي ۔
ډاکټرانو، نرسانو او نورو صحي پرسونل ته لارښوونه شوې چې په روغتونونو کې پاتې شي ۔
د پنجاب په ټولو ولسوالیو او ایالتي ادارو کې هم بیړنی حالت نافذ شوی دی. په پنجاب کې د تعلیمي ادارو د تړلو پریکړه هم شوې ده او نن ټولې دولتي او شخصي تعليمي ادارې بندې دي.