د پاکستان په لاهور کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

عکس له ارشیفه

نن د پاکستان په لاهور ښار کې د یوې چاودنې د غږ اورېدل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

پاکستاني جیو تلویزیون او رویټرز خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله دا خبر ورکړی دی. د چاودنې د لامل په اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.

دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه دی چې هند د پاکستان تر ولکه لاندي کشمیر کې پر څو هدفونو برید وکړ.

هند وویل چې د چهارشنبې په سهار یې په پاکستان کې "ترهګریز بنسټونه" په نښه کړل. دا دوې اونۍ وروسته له هغه چې دوی پاکستان په هندي کشمیر کې په وسله وال برید کې په لاس درلودو تورن کړ. په هغه برید کې ۲۶ کسان چې ډیری یې هندو سیلانیان وه، ووژل شول.

اسلام آباد دا تور رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې د توغندیو د بریدونو غچ به واخلي، او دا یې هم وویل چې پنځه هندي الوتکې یې ویشتلې دي. خو په پیکنګ کې د هند سفارت د جنګي الوتکو د ویشتل کیدو راپورونه "غلط معلومات" وبلل.