په داسې حال کې چې روسیې پر نازي جرمني د بریا د کلیزې په مناسبت اوربند اعلان کړی، د اوکراین په ډېری ښارونو کې نن کراري وه.
د تېرې شپې له درنو بمباریو وروسته نن سهار ډېری سیمې چې پخوا به د ورځنیو جګړو راپورونه ترې خپرېدل آرام وو.
خو په عین حال کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د روسیې جنګي الوتکو نن سهار د اوربند د نافذیدو په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین په شمال ختیځه سومي سیمه کې دوه ځلې هدایت کېدونکي بمونه وغورځول.
همداراز په ختیځه دونېڅک سیمه کې پوځي سرچینو ویلي چې روسي ځواکونو سهار مهال د بې پیلوټه الوتکو او بمونو حملې وکړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ له اوکراین سره په جګړه کې د ۷۲ ساعتونو په مخه اوربند اعلان کړ. دا اوربند په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پروړاندې د بریا له اتیایمې کلیزې سره چې په روسیه کې د درې ورځني جشن په ترڅ کې لمانځل کېږي سره برابر دی.
ښاغلي پوتین نن د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره چې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د څو نورو هېوادونو له مشرانو سره مسکو ته رسېدلی دی، په کریملین کې وکتل.