ننګرهار کې سختو بادونو او باران یو کس وژلی او ۳۲ نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار ولایت کې د سختو بادونو او بارانونو له امله یو کس وژل شوی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا خبره د افغانستان کورنیو رسنیو د سیمه‌ییزو طالب چارواکو له قوله کړې ده.
په ننګرهار کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیف‌الله خالد ویلي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې له ډلې یې ۲۸ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي او ۴ تنه نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ دوی د سختو بادونو او باران شاهد وو.

د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د دې توفان په نتیجه کې دوه د مخابراتو پایې او ګڼ شمېر ونې راغورځېدلې، د یو شمېر خلکو د لمریزې برېښنا هېندارې یې ماتې کړي او همدارنګه یې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې نور مالي زیانونه هم اړولي دي.

تېر کال د سرطان په میاشت کې هم د ننګرهار په شمول یو شمېر ولایتونه، د توندو بادونو، باران او سېلونو شاهدان وو، چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسان پکې وژل شوي وو.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له لسو ډېر زیان‌منو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.