د پاکستان د پولیسو یو سیمهيیز چارواکي، عدیل احمد ویلي، چې د کنټرول کرښې ته څېرمه سیمو کې تېره شپه درنې مرمۍ وریدې، چې څلور ملکیان پکې وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د اسوشېیتید پرېس خبري اژانس د سرحدي سیمو د اوسېدونکو له خولې ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ ډزې د جمعې تر سهار پورې روانې وې.
دې خبري اژانس د پاکستان او هند ترمنځ کنټرول لاین ته د نژدې سیمې د یو اوسېدونکي، محمد شکیل له خولې ویلي: "موږ د هند او پاکستان ترمنځ د کنټرول کرښې پر سر وخت ناوخت له نښتو سره عادي یو، خو تېره شپه نښتې بېسارې وې."
په هند کې پوځ ویلي، چې د پاکستان پوځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په بېلابېلو برخو کې د دوی پر پوستو د هاوانونو او نورو درنو او سپکو وسلو ډزې کړي، او هند هم ورته غبرګون ښودلی، چې د سختو متقابلو نښتو سبب شوی.
هندي پولیسو ویلي، چې په اوري او پونڅ سیمو کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، چې له دې سره په درې ورځو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۸ تنو ته رسېدلی. پاکستان بیا ویلي، چې هندي توپچي د دوی تر ولکې لاندې کشمیر کې ۱۷ ملکیان وژلي دي.
هندي چارواکو پولې ته نږدې کلیو څخه لسګونه زره خلک ایستلي دي، او زرګونه کسانو دویمه شپه هم په پناهځایونو کې تېره کړې ده.
په دې اړه نور: هند او پاکستان پر یو بل د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړينوی ډیلي او اسلاماباد یو بل تورنوي
د دواړو اتومي وسلو لرونکو سیالانو ترمنځ کړکېچ له هغې راوروسته زور واخیست چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په یوه سیاحتي سیمه کې برید ۲۶ ملکیان، چې زیاتره یې هندوان وو، ووژل. هند پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ، خو پاکستان دا تور رد کړی دی.
چهارشنبه، هند د پاکستان په خاوره کې پر یوشمېر داسې ځایونو هوایي بریدونه کړي، چې هند د "ترهګرو ځالې" بللې دي، خو د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې ۳۱ ملکیان وژل شوي دي. پاکستان همداراز ویلي، چې پنځه هندي جنګي الوتکې یې نسکورې کړي دي.
هند ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په یوولسو ښارونو او کلیو کې، د پاکستان له لورې د ډرون او توغندیو بریدونه شنډ کړي، چې پکې جمو ښار هم شامل دی، او پوځ زیاتوي، چې مرګژوبله یې نه ده اړولې.
پاکستان بیا دا رد کړي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ډرون بریدونه کړي دي. بلخوا هند ویلي، چې د لاهور ښار ته نږدې، د پاکستان د هوايي دفاع سیستمونه او رادارونه یې هدف ګرځولي دي. دا ادعاوې لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
هند د ایکس/ پخواني ټویټر د زرګونو حسابونو د بندېدو غوښتنه کړې
په همدې حال کې، د ټولنیزې شبکې ایکس/ پخواني ټویټر یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هند حکومت دوی ته امر کړی، چې په هند کې دې ۸۰۰۰ حسابونو ته لاسرسی بند کړي، چې پکې یوشمېر نړیوال خبري بنسټونه او نور مطرح کسان شامل دي.
ایکس لیست نهدی خپور کړی، خو ویلي یې دي، چې دا اقدام به د بیان ازادي سانسور کړي.
په دې اړه نور: د هند او پاکستان کړکیچ؛ اۍ پي ایل یې وځنډوه او پي ایس ایل یې اماراتو ته انتقال کړجګړې ښوونځي، ورزش او سفرونه ګډوډ کړي
د هند تر ټولو لوی کورنی کرکټ لیګ چې له نړۍ څخه د کرکټ ستوري لوبغاړي پکې برخه اخلي، د یوې اونۍ لپاره ځنډول شوی دی. پاکستان هم خپل کورنی لیګ متحده عربي اماراتو ته انتقال کړی دی.
د هند شمالي او لوېدیځو ایالتونو لکه پنجاب، راجستان، او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې، ښوونځي او نور تعلیمي بنسټونه د دوه ورځو لپاره تړل شوي دي.
همداراز، د هند هوایي شرکتونو په شمالي او لوېدیځو برخو کې له ۲۴ هوايي ډګرونو الوتنې ځنډولې دي. د هند د هوايي چلند وزارت د پنجشنبې ناوخته دا موقتي بندیز تایید کړی.
د امریکا مرستیال ولسمشر: د هند او پاکستان جګړه "زموږ کار نه دی"
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ویلي دي چې امریکا به د پاکستان او هند ترمنځ په شخړه کې مداخله ونه کړي او ویلي یې دي، د دې دواړو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ جګړه "په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی".
نوموړي د مې پر اتمه له امریکایي فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال زیاته کړه، چې امریکا به هڅه وکړي چې د شخړې شدت راکم کړي، خو نه شي کولی له دواړو خواوو وغواړي چې "وسلې پر ځمکه کېږدي."
وېنس په مرکه کې وویل: "هغه څه چې موږ یې کولای شو دا دي چې هڅه وکړو دغه خلک لږ څه ارام شي، خو موږ به د یوه داسې جنګ منځ ته نه داخلېږو چې په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی، او د امریکا له توان څخه بهر دی چې کنټرول یې کړي."
هغه زیاته کړه، امریکا له هېڅ یوه خوا نه شي اړ ایستلی چې وسلې پر ځمکه کښېږدي خو هېواد به یې "دا موضوع له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب کړي."
وېنس وویل: "زموږ هیله او تمه دا ده چې دا شخړه په یوه پراخه سیمه ییزه جګړه، خدای مه کړه، په اټومي نښته وا نه وړي. اوس مهال، موږ فکر نه کوو چې دا به وشي."
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د پاکستان پر وزیر اعظم شهباز شريف ټينګار کړی و، چې هند او پاکستان بايد روان کړکېچ راکم کړي او له یو بل سره "نېږدې" کار وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په هغه اړه په خپاره کړي بيان کې ویلي دي، چې روبيو د مې پر اتمه شهباز شريف ته ټېلېفون وکړ او زياته یې کړه چې امریکا د جنوبي اسيا حالت له نېږدې څاري او "د سيمې سولې او ثبات ته ژمنه" ده.