د نړۍ پنځم لوی شتمن بیل ګېټس خپله ۹۹ شتمني بخښي

بیل ګېټس

د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس، غواړي په راتلونکو شلو کلونو کې خپله ۹۹ سلنه شتمني وبخښي.

د بلومبرګ شبکې پر اساس، بیل ګیټس د نړۍ پنځم لوی شتمن دی. که نوموړی خپله ۹۹ سلنه شتمني وبخښي، بیا به هم میلیاردر پاته شي.

هغه اراده لري چې خپله شتمني د خپل خیریه بنسټ له لارې ووېشي، څو دا بنسټ په ۲۰۴۵ کال کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.

ګېټس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویبلاګ کې ولیکل: «له مرګه وروسته به خلک ډېر څه ووایي، خو زه غواړم داسې څه وکړم چې هیڅوک و نه وايي، هغه شتمن ومړ.»

ښاغلي ګېټس ویلي چې د هغه بنسټ یا فونډېشن تر دې دمه شاوخوا سل میلیارد ډالره پر روغتیا او پراختیایي پروژو لګولي، او ښايي د بازار بدلونونو او انفلاسیون ته په پام، په راتلونکو دوو لسیزو کې لا هم دوه سوه میلیارد ډالر ولګوي.

ګېټس او پل الن په ۱۹۷۵ م کال کې مایکروسافټ شرکت جوړ کړ.