د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د یو میاشتني اوربند طرحې ته له پام پرته له اوکراین سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی.
ښاغلي پوتین نن سهار وختي په یوه خبري غونډه کې د وینا پرمهال غوښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.
دا خبرې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه څو اونۍ وروسته پیل شوې وې.
پوتین وویل، موږ جدي خبرو ته ژمن یو. د خبرو هدف دا دی چې د دې کړکېچ اصلي جرړې له منځه ولاړې شي او تاریخي حقایقو ته په پام سره تلپاتې سوله رامنځ ته شي.
پوتین یادونه وکړه چې ډېرژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي څو په استانبول کې د خبرو منځګړتوب وکړي.