د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې وځنډوله.
د طالبانو د سپورت څانګې ویاند اتل مشواڼي د دې لامل د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه ستونزې او د دې برخې په اړه مذهبي ملاحظات وبلل.
ښاغلي مشواڼي د یکشنبې په ورځ (د می ۱۱مه) یوې ځايي رسنۍ ته وویل چې د شطرنج لوبې په اړه د دیني مطالعاتو ترسره کولو او د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه د بې نظمیو له پای ته رسولو وروسته به د سپورت ادارې تر چتر لاندې د شطرنج لوبې د بیا پیلولو په اړه پریکړه وشي.
طالبانو نژدې څلور کاله مخکې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهیسې پر سپورت باندې ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې له سپورت څخه منع دي، او د بدن جوړونې لوبغاړي حق نلري چې د قضاوت کولو لپاره د سیالیو په جریان کې داورانو او لیدونکو ته خپلې پښې وښيي.
طالبانو د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پر فري سټایل ورزشونو هم بندیز ولګاوه.