د امریکا او روسیې ولسمشران ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین به نن د مسکو او کیېف ترمنځ د سولې په مستقیمو خبرو اترو کې برخه وانخلي.
کرملین اعلان کړی چې د لوړ پوړو تکنوکراتانو یو پلاوی به، چې پکې د پوتین سلاکار ولادیمیر میډینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین شامل دي، په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.
پوتین مخکې په استانبول کې له قید او شرط پرته د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و، خو په دې خبرو کې يې خپل حضور نه و تایید تایید کړی.
د یوه امریکایي چارواکي په وینا، ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون ونکړي. ده مخکې ویلي و چې ښايي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د امریکا او روسیې د مشرانو نه شتون د اوکراین په جګړه کې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې پیل کړې ده، د پام وړ پرمختګ لپاره هیلې کموي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له پوتینه غوښتي چې "که هغه بېره نه لري" په دې خبرو اترو کې دې ګډون وکړي. ده مخکې ویلي و چې دی به یوازې هغه مهال ګډون وکړي چې پوتین هم حاضر وي.