واشنګټن کې د اسراییل د سفارت پر کارکونکو له برید وروسته؛ اسراییل د استازولیو امنیتي تدابیر زیات کړل

په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت دوه کارکوونکي د دغه ښار د یهودیانو موزیم ته نږدې په ډزو وژل شوي دي. پولیسو د ډزو په تړاو د یو شکمن کس د نیولو خبر ورکړی، او د اسراییل لومړي وزیر د دغه هېواد په ټولو سیاسي نمایندګیو کې د شدید امنیتي تدابیرو امر کړی دی.

په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت دوه کارکوونکي د دغه ښار د یهودیانو موزیم ته نږدې په ډزو وژل شوي دي. پولیسو د ډزو په تړاو د یو شکمن کس د نیولو خبر ورکړی، او د اسراییل لومړي وزیر د دغه هېواد په ټولو سیاسي نمایندګیو کې د شدید امنیتي تدابیرو امر کړی دی.

دا برید د چهارشنبې په شپه، د ثور میاشتې ۳۱مه نېټه، د یهودیانو موزیم ته نږدې شوی. د پولیسو په وینا، قربانیان په همدې موزیم کې له یو لړ مراسمو راوتلي وو.

د واشنګټن ډي‌سي د پولیسو مشرې، پاملا سمیت، ویلي، بریدګر پر څلورو کسانو ډزې کړې چې په کې یو نارینه او یوه ښځه وژل شوي دي.

اغلې سمیت زیاته کړه چې شکمن کس نیول شوی، او د لومړنیو معلوماتو له مخې، نوم یې "الیاس رودریګز"، عمر یې ۳۰ کاله او د شیکاګو اوسېدونکی دی.

نوموړې وویل، شکمن کس له برید مخکې د موزیم له ودانۍ سره نږدې لیدل شوی و، او د نیول کېدو پر مهال یې "فلسطین دې آزاد شي!" شعار ورکاوه.

واشنګټن پولیسو او د امریکا فدرالي پولیسو (FBI) د برید په تړاو د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

په واشنګټن کې د اسراییلو سفیر یخیل لئیتر، ، په یوې خبري ناستې کې ویلي چې وژل شوي دواړه یو ځوانه جوړه وه، چې تازه نامزاد شوي وو، او غوښتل یې خپلې ملګرې ته د واده وړاندیز وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پېښې قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، او برید یې د "یهود دښمنۍ" پر بنسټ بللی دی.

نوموړي په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "دغه وحشتناکې وژنې، چې په ښکاره ډول د یهود دښمنۍ له امله تر سره شوي، باید سمدستي پای ته ورسېږي، کرکه او افراطیت په امریکا کې ځای نه لري."

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ هم دا برید غندلی او هغه یې "د کرکې ډک، او د یهود دښمنۍ پر بنسټ یو عمل" بللی دی.

د FBI مرستیال مشر، دان بانجینو، ویلي چې لومړنۍ نښې ښيي دا یو "قصدي او تاوتریخوالې‌ډک برید" و.

په ورته وخت کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم امر کړی چې د هېواد استازولیو ته د اضافي امنیتي تدابیرو لارښوونه وشي.

نوموړي دا برید "د یهود دښمنۍ وېرونکې بیه او د اسراییل پر وړاندې د وحشيانه پارونو پایله" بللې ده.

یوشمېر نورو اسراییلي چارواکو هم دغه برید "یهود دښمني" بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یهودیانو د موزیم مراسم د "یوې امریکايي یهودي کمیټې" لخوا جوړ شوي وو، چې د یهود دښمنۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

په راپور کې راغلي چې د دې مراسمو بلنه په انلاین ډول د "ځوانو ډیپلوماټانو د هرکلي"او "د ۲۲ تر ۴۵ کلونو پورې د یهودي متخصصینو او د واشنګټن د ډیپلوماتیکې ټولنې د غړیو غونډې" تر عنوان لاندې خپره شوې وه.

خو د اسوشیېټډپرس خبري آژانس ته یو ګډونوال ویلي چې دا مراسم " بشردوستانه مرستو" ته ځانګړي شوي وو.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدیون سعار، اعلان کړی چې د برید په اړه له امریکايي چارواکو سره په تماس کې دی.